امریکايي چارواکي دې د زیات نه زیات دباؤ سیاست پریږدي
د ایران د اسلامي شورا مشر وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت د زیات نه زیات دباؤ سیاست یوه بیخي غلطه لاره ده او امریکايي چارواکي باید دغه سیاست پریږدي.
علي لاریجاني نن د کورنیو او بهرنیو رسنیو سره په خبري غونډه کښې د امریکې د CBS NEWs ټیلیویژني چینل د خبریال د دې پوښتنې په ځواب کښې چې د ایران او امریکې ترمینځ د سیاسي بندون د ماتولو عملي لاره چاره څه ده؟ وویل: ځینې هیوادونه د ایران او امریکې ترمینځ د خبرواترو کوشش کوي او تهران هم د مذاکرې ورونه نه دي بند کړې خو اصلي خبره دا ده چې امریکایان باید پوه شي چې له اسلامي ایران سره یې د مقابلې طریقه صحیح نه ده.
هغه د ایران په اسلامي جمهوریت لاندې د اروپايي پارلیمان د نیوکو په هکله هم وویل: په ځینو برخو کښې د اروپا کړنلارې واقعاً منصفانه نه دي د دې په ترڅ کښې چې داسې هیڅ وجه او دلیل نشته چې ایران اروپایانو ته ورته فکر وکړي، د ایران او اروپا د پارلیمانونو د استازو ترمینځ د خبرواترو لاره بنده نه ده.
د ایران د مقننه قوې مشر په عراق کښې د وروستیو پیښو په هکله هم وویل چې د دغه هیواد د لوړرتبه دیني مرجع آیت ا... سید علي سیستاني په تدبیر سره مسئله د هواري په لور روانه ده او که له ایرانه مرسته وغواړي نو د ایران اسلامي جمهوریت د عراق د ولس او حکومت په خدمت کښې دی.