د سیمې هیوادونو ته په خپلو کښې نزدې اړیکې لرل پکار دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86291-د_سیمې_هیوادونو_ته_په_خپلو_کښې_نزدې_اړیکې_لرل_پکار_دي
د ایران د اسلامي شورا مشر په دې خبرې سره چې د سیمې هیوادونه دې له یو بل سره نزدې اړیکې ولري څو ستونزې هوارې شي، وویل: د ایران طرحه، په سیمه کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د ټولو هیوادونو ګډون دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2019 04:13 Asia/Kabul
  • د سیمې هیوادونو ته په خپلو کښې نزدې اړیکې لرل پکار دي

د ایران د اسلامي شورا مشر په دې خبرې سره چې د سیمې هیوادونه دې له یو بل سره نزدې اړیکې ولري څو ستونزې هوارې شي، وویل: د ایران طرحه، په سیمه کښې د صلحې د ټینګښت لپاره د ټولو هیوادونو ګډون دی.

علي لاریجاني پرون په تهران کښې د عمان د خارجه وزیر یوسف بن علوي په کتنه کښې، په سیمه کښې د صلحې او ارامښت د فضا په رامینځته کولو کښې د عمان د رول په قدرونې سره زیاته کړه: د ایران او عمان اړیکې تل ښې او د پرمختګ په حال کښې دي.

لاریجاني د یمن مسئلې ته په اشارې سره هم وویل چې په دغه هیواد باندې تیري کونکي دې پوه شي چې د سیمې ستونزې په زور سره نه شي هوارولې.

په دغه ملاقات کښې د عمان خارجه وزیر هم په دې خبرې سره چې ایران په سیمه کښې د صلحې مرکز دی، وویل: ایران تل هیوادونه ارامښت ته رابللې دي او د (هرمز د صلحې) طرحه هم ښودنه کوي چې ایران په سیمه کښې د ارامښت په تکل کښې دی.

هغه زیاته کړه چې امریکا په ایران باندې په زیات نه زیات دباؤ سره هم خپلو اهدافو ته ونه رسیدی شوه.