دعراق قانونی دنده د ایران د کنسولګریو ملاتړ دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86332-دعراق_قانونی_دنده_د_ایران_د_کنسولګریو_ملاتړ_دی
زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په نجف کښې د ایران په کنسولګرۍ د حملې په هکله وویل د عراق د حکومت قانونی دنده د ایران د کنسولګریو ملاتړ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2019 01:05 Asia/Kabul
  • دعراق قانونی دنده د ایران د کنسولګریو ملاتړ دی

زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په نجف کښې د ایران په کنسولګرۍ د حملې په هکله وویل د عراق د حکومت قانونی دنده د ایران د کنسولګریو ملاتړ دی .

هغه پرون په دې خبرې سره چې د عراق په نجف کښې د ایران په کنسولګرۍ حملې کښې ډیپلوماټانو او سندونو ته کوم تاوان نه دی رسیدلی  خو کنسولګرۍ  ته زیات تاوانونه رسیدلی دی وویل  عراق د رسیدلیو تاوانونو د ورکولو مسولیت پرغاړه لری .

د عراق په نجف کښې د ایران کنسولګرۍ په تیرو څو ورځو کښې دوه (۲) ځله د یوشمیر کسانو لخوا چې مخونه یې پټ کړی وو او د ځایی خلکو له وینا سره سم د نجف ښار وسیدونکی نه وو په اور کښې سوځول شوی ده .

په نجف کښې د ایران د اسلامی جمهوریت په کنسولګرۍ له تیری وروسته  د عراق د بهرنیو چارو وزیر محمد علی الحکیم د ایران له خارجه وزیر جواد ظریف سره په ټیلی فونی تماس کښې د ایران له خلکو او حکومت څخه بښنه وغوښتله .

په عراق کښې له بلواګرو او ترهګرو سره زیاتې مرستې سعودی عربستان، متحده عربی اماراتو ، امریکا ، انګلستان او ځینو نورو عربو هیوادونو کړی دی چې دغه هیواد بیا د بې ثباتۍ او دناامنۍ په لور بوځی .