ایران د لویدیځې اسیا ترټولو ستر جمهوریت لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86333-ایران_د_لویدیځې_اسیا_ترټولو_ستر_جمهوریت_لری
زمونږ خبریال وایی د ایران د قضایی قوې د بشری حقوقو کمیټۍ په ایران کښې د وروستیو ناکراریو په هکله د ملګروملتونو د بشری حقوقو د سترې کمشنرۍ ادعا ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ ایران د مینځنی ختیځ ترټولو ستره او مهمه ډیموکراسۍ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2019 01:19 Asia/Kabul
  • ایران د لویدیځې اسیا ترټولو ستر جمهوریت لری

زمونږ خبریال وایی د ایران د قضایی قوې د بشری حقوقو کمیټۍ په ایران کښې د وروستیو ناکراریو په هکله د ملګروملتونو د بشری حقوقو د سترې کمشنرۍ ادعا ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ ایران د مینځنی ختیځ ترټولو ستره او مهمه ډیموکراسۍ ده .

دایران دقضایی قوې د بشری حقوقو کمیټۍ وویل د ایران ملت هیله لرله چې د ملګروملتونو د بشری حقوقو د سترې کمشنرۍ ویاند له هرډول دریځ غوره کولو مخکې په بې نظمیو او بلواو باندې  د ایران د  ولسی اعتراضونو د بدلولو لپاره د امریکا د خارجه وزیر پمپئو په شمول د واشنګټن د چارواکو ښکاره رول او لاسوهنې وغندی .

دغه بیانیه زیاتوی د ایران اسلامی جمهوریت سوله ایز اعتراضونه په رسمیت پیژندی خو د وسله والو کسانو او د بلواګرو حساب چې دامریکا او د  ځینو نورو هیوادونو په لاسوهنې ، منظمولو او اغیز سره د ایران د بې ګناه خلکو وژلو ، د عمومی مالونو تباه کولو او بانکونو  او نورو ځایونو ته د اور په اچولو او د خلکو د مالونو په چورتالان لاس یې پورې کړی وو  جلا ګنی .

ایران تل له خپلو ښاریزو او نړیوالې ټولنې سره خپلو ژمنو ته پاې بند دی .