ایران له بشری حقوقو هرډول ناوړه استفاده ردوی
زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوی د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د مسول بیانیې ته په غبرګون کښې وویل د ایران اسلامی جمهوریت د خپلواکه هیوادونو پرضد له بشری حقوقو څخه هرډول سیاسی او اوزاری استفاده د نه منلو وړ چاره ګڼی .
د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست نوی مسول جوزپ بورل په تیرې یکشنبې ورځ په یوې(۱) لاسوهونکی بیانیې کښې ایران د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ او له اعتراض کونکو سره له تاوتریخوالی په ډک چلند تورن کړ .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوی په امنیتی سیاست او خارجی چارو کښې د اروپایی اتحادیې د نوی مسول په بیانیې د خواشینۍ په څرګندولو سره دغه بیانیه د ناسمو اطلاعاتو له کبله وبلله او ټینګار یې وکړ د خلکو د حقوقو رعایتول د ایران د اسلامی جمهوریت لپاره د یوه (۱) ولسواکه نظام په توګه یو (۱) اصل دی او د ایران د ملی امنیت ژمنتیا هم ده .
موسوی وویل په تیرو څلویښتو(۴۰) کلونو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت کړچار هم په ښه ډول د خلکو د حقوقو د ساتلو او د بشری حقوقو د لوړتیا لپاره د ایران د جدیت نښه ده او ولسی اعتراضونه او د غونډو ترسره کول په ایران کښې د خلکو په پیژندل شویو حقوقو کښې شامل دی .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوی زیاته کړه ایران اروپایی اتحادیه د دغه اتحادیې پام په ځینو غړو هیوادونو یا د دوې په ملګرو هیوادونو کښې د بشری حقوقو خلاف ورزیو ، د اټومی تړون په وړاندې د خپلو ژمنو نه پوره کولو او د امریکا د غیر انسانی او د یواړخیزه بایکاټونو له کبله د ایران دڅه دپاسه اتیا (۸۰) میلیونه ښاریزو د حقوقو خلاف ورزۍ ته اړوی .