د خلکو اقتصادي ستونزې دې هوارې شي
Dec 13, 2019 12:33 Asia/Kabul
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د خلکو د معیشتي ستونزو د هواري په ضرورت ټینګار وکړ.
آیت الله محمدعلی موحدی کرمانی د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې د ایران د اقتصاد د خرابولو لپاره د دښمنانو دسیسو ته په اشارې سره وویل: دښمنان به د بندیزونو په لګولو سره خپلو سپیرو اهدافو ته ونه رسیږي.
هغه ټینګار وکړ چې د ایران چارواکو ته پکار دي چې د یولړ تابیاؤ په کولو سره د دښمنانو دسیسې له ماتې سره مخامخ کړي.
د تهران د جمعې په لمانځه کښې ګډون کونکو خلکو هم د یولړ شعارونو په ورکولو سره د ایراني ولس خلاف د امریکې غلیمانه سیاستونه وغودل او د دښمنانو د دسیسو تر ماتې پورې یې د دریدنې او مقاومت په دوام ټینګار وکړ.
ټیګونه