لاریجاني د آسیايي پارلیمانونو په دولسمې غونډې کښې ګډون کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86552-لاریجاني_د_آسیايي_پارلیمانونو_په_دولسمې_غونډې_کښې_ګډون_کوي
د ایران د اسلامي شورا مشر د آسیايي پارلیمانونو په دولسمې عمومي ټولنې کښې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر کوي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 14, 2019 04:19 Asia/Kabul
  • لاریجاني د آسیايي پارلیمانونو په دولسمې غونډې کښې ګډون کوي

د ایران د اسلامي شورا مشر د آسیايي پارلیمانونو په دولسمې عمومي ټولنې کښې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر کوي.

علي لاریجاني نن د یو پارلیماني پلاوي په مشرۍ له تهرانه ترکیې ته روانیږي څو د آسیايي پارلیمانونو د عمومي ټولنې په دولسمه غونډه کښې ګډون وکړي.

هغه به د دغې غونډې ترڅنګ د مختلفو آسیايي هیوادونو د پارلیمانونو له مشرانو سره جلاجلا ملاقاتونه هم وکړي.

د ویلو ده چې د ایران اسلامي شورا (پارلیمان) د آسیايي پارلیمانونو د ټولنې بنسټګر دی او د دغې ټولنې دارالانشاء هم په تهران کښې ده.