لاریجاني د آسیايي پارلیمانونو په دولسمې غونډې کښې ګډون کوي
Dec 14, 2019 04:19 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي شورا مشر د آسیايي پارلیمانونو په دولسمې عمومي ټولنې کښې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر کوي.
علي لاریجاني نن د یو پارلیماني پلاوي په مشرۍ له تهرانه ترکیې ته روانیږي څو د آسیايي پارلیمانونو د عمومي ټولنې په دولسمه غونډه کښې ګډون وکړي.
هغه به د دغې غونډې ترڅنګ د مختلفو آسیايي هیوادونو د پارلیمانونو له مشرانو سره جلاجلا ملاقاتونه هم وکړي.
د ویلو ده چې د ایران اسلامي شورا (پارلیمان) د آسیايي پارلیمانونو د ټولنې بنسټګر دی او د دغې ټولنې دارالانشاء هم په تهران کښې ده.
ټیګونه