د ایران د لیندۍ د ۲۳ نیټې ځینې مطبوعات
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د ایران له وروستیو ناکراریو او پيښو په سیاسي ګټه پورته کونه کښې د جرمني د خارجه وزیر یواړخیز دریځونه وغندل.
جمهوری اسلامی
په ایران د امریکا او اروپا په تور لګولو کې یوه بله ناکامی ثبت شوه ، د ملګرو ملتو سرمنشی د ایران له ایټمی او توغندوی سیاست ملاتړ وکړ . ګوتریش په ښکاره په ایټمی موافقه کې د ایران د سیاست ملاتړ کړی دی . ده همداراز ویلی دی چی د ایران توغندوی پروګرام د امنیت شورا د پریکړه لیک خلاف ورزۍ نده .
د عراق ستر مجتهد ایت ا... سیستانی ویلی دی په عراق کې د چارو د اصلاح لپاره جنګ له ترهه ګرۍ سره له مبارزې سخت دې .
وال سټریټ ژورنال لیکی چی عربستان له ایران سره د تاوتریخوالی په کمولو پسې دې .
ملګرو ملتو ویلی دی چی د هند ښاریزیتوب نوې قانون مسلمانانو پرضد تبعیض دې .
جانسون د انګلستان په انتخاباتوبریالی شو .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي د ایران له وروستیو ناکراریو او پيښو په سیاسي ګټه پورته کونه کښې د جرمني د خارجه وزیر یواړخیز دریځونه وغندل.
د لبنان د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر ا... وویل امریکایان هڅه کوي چې په لبنان کښې له هر ډول ولسي اعتراض د خپلو ګټو په لړ کښې کار واخلي.
کیهان
د ایران د سپاه ځواک قوماندان سردار سلامی ویلی دی که دښمنان له شرارته لاس وانخلی نو ګټه به یې وسوزوو .
د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصر ا... ویلی دی ایران په یوازې سر د امریکا یا اسراییلو حملو ته د ځواب ورکولو توان لری .
د ملګرو ملتو سرمشنی ګوتریش وایی چی امریکا د ایران په ضد په بندیزسره د۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزی کړی ده . ورځپاڼه په دې هکله لیکی چی د ملګروملتوسرمنشی آنتونیوګوتریش د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا په باب امنیت شورا ته پخپل پړاویز راپور کې وئیلی دی ، امریکا د ایران په ضد په بندیز سره د ملګروملتو ددغه پریکړه لیک خلاف ورزی کړې ده .
آنتونیو ګوتریش په دغه راپور کې له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې د امریکا په وتلوخواشینی څرګنده کړی او وئیلی ئې دی ،د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک په اساس درست هیوادونه باید له ایران سره آزاد تجارت وکړل شی .
ګوتریش په دغه راپو رکې همدرااز د امریکا په وسیله له رامینځةکړائ شوو زیاتو چیلنجونو سره سره جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ته د ایران د پابندۍ هم هرکلی کړی دی .
د ملګرو ملتو سرمنشی وئیلی دی،ایران تر دې دمه د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د ډیرو راپورونو په اساس دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنو ته په بشړتوګه پابند دی .
خلیلزاد د پاکستان له خارجه وزیر سره وکتل . شاه محمود قریشي چې په اسلام آباد کښې یې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد سره خبرې کولې، وویل پاکستان هیله مند دی چې د مذاکراتو بیا پیلول به مثبتې پایلې ولري.
د دمشق حکومت وایی امریکا په رقه کې د زرګونو کسانو قاتله ده نو ځکه باید محاکمه شی .
د انګلستان محافظه کار ګوند انتخابات وګټل .
په بغداد کې د امریکا او سعودی د ګوډاګیانو په تازه جنایت کې ، یو شپارس کلن ځوان وواژه ، جنازه یې ځوړنده کړه او بیا یې ورسره یادګازری عکسونه واخیستل .
د هند خلکو د مسلمانانو پرضد د بې ، جې ، پی حکومت د نوی قانون په اعتراض کې مظاهرې وکړې .
جوان
د ایران د اسلامي شورا مشر لاریجانی د آسیايي پارلیمانونو په دولسمې عمومي ټولنې کښې د ګډون لپاره ترکیې ته سفر کوي.
د امریکا بایکاټونو خوړو او درملو ته راورسیدل . امریکا د درملو د بایکاټ استثنا والې لغوه او د بشر دوستانه مرستو په وړاندی کولو کې د بایکاټونو د منفی اغیزو ماده له تصویبیدا سره مخالفت وکړ .
د لبنان د حزب ا... عمومی منشی سید حسن نصر ا... وایی امریکا په ایران د دباو اچولو په هدف د سیمې په اعتراضونو سپریږی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب آیت الله محمدعلی موحدی کرمانی د ایران د خلکو د معیشتي ستونزو د هواري په ضرورت ټینګار وکړ.
د ستنیدو د حق د لاریون په ۸۴ جمعه پنځه فلسطینیان زخمي شول . د فلسطین روغتیا وزارت وویل د غزې په تړانګه کښې د ستنیدو د حق د لاریو په څلور اتیایمه جمعه د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو د ډزو له امله لږترلږه پنځه فلسطینیان ژوبل شوې دي.