ایران او قطر د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86571-ایران_او_قطر_د_اړیکو_د_پراخولو_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لایجانی په دې خبرې سره چې تهران په هرو شرایطو کښې له قطر سره ښې اړیکې لرلی دی وویل د ایران اسلامی جمهوریت له دوحې سره د اقتصادی ملګرتیاو د پراخولو هڅه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2019 02:29 Asia/Kabul
  • ایران او قطر د اړیکو د پراخولو غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لایجانی په دې خبرې سره چې تهران په هرو شرایطو کښې له قطر سره ښې اړیکې لرلی دی وویل د ایران اسلامی جمهوریت له دوحې سره د اقتصادی ملګرتیاو د پراخولو هڅه کوی .

د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی پرون مازیګر د ترکیې په انتالیا کښې د اسیا د پارلمانونو د غونډې په څنګ کښې د قطر د پارلمان له مشر احمد بن عبدالله بن زید ال محمود سره په کتنې کښې وویل قطر د ظالمانه بایکاټونو په وړاندې په مقاومت کولوسره وښودله  چې د سیمې په هیوادونو غلبه کول اسان کار نه دی .

هغه وویل د ایران تاجران د دواړو هیوادونو د مشرانو د مصوبو د عملیاتی کیدا په بڼه کښې د قطر له تاجرانو سره د تجارت پراخولو ته دلچسپۍ لری .

د قطر د پارلمان مشر احمد بن عبدالله بن زید ال محمود هم وویل د قطر پرضد د ظالمانه بایکاټونو په وړاندې د ایران د اسلامی جمهوریت دریځ کاملا واضح او ورورګلویز دی .

د قطر د پارلمان مشر په دې خبرې سره چې له بایکاټ سره مبارزه د قطر د خلکو د ډیر اتحاد او پیوستون سبب شوی ده وویل ځینې هیوادونه له ایران سره د قطر د اړیکو د غوڅولو هڅه کوی خو دغه غوښتنه بې ځایه او د قطر له نظره رد شوی ده .