ایران او قطر د سیمه ایزو اونړیوالوموضوعګانوپه باب سره یونظرلری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86585-ایران_او_قطر_د_سیمه_ایزو_اونړیوالوموضوعګانوپه_باب_سره_یونظرلری
دواړو لورو د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب پر نزدو او کوټلو لیدوکاتو په ټینګار سره وئیلی دی ، دسیمې درستې شخړې دسیمې د هیوادونو د مشرانو په سوله ایزو او ډیپلوماټیکو هلوځلو سره دحل وړ دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2019 12:57 Asia/Kabul
  •  ایران او قطر د سیمه ایزو اونړیوالوموضوعګانوپه باب سره یونظرلری

دواړو لورو د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب پر نزدو او کوټلو لیدوکاتو په ټینګار سره وئیلی دی ، دسیمې درستې شخړې دسیمې د هیوادونو د مشرانو په سوله ایزو او ډیپلوماټیکو هلوځلو سره دحل وړ دی .

 زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران خارجه وزیر محمدجواد ظریف نن په دوحې کې د قطر د فورم د غونډې په څنډې کې د قطر له لومړی وزیر  شیخ عبدا.. بن ناصر آل ثانی سره  په کتنې کې ددغې غونډې په بریالیتوب سره  دترسره کولو په باب په مبارکۍ وئیلو سره  په دغې نړیوالې ناستې کې  پخپل دوهم شتون خوښی ښودلې .

 د ایران خارجه وزیر او دقطر لومړی وزیر همدرااز په بیلابیلو حوزو کې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ او دخوښې وړ او بیلابیلو سیمه ایزوموضوعګانو په باب هم خبرې اترې او د نظر تبادله کړې ده .

 جواد ظریف له دې مخکې د قطر له خارجه وزیرشیخ محمد بن عبدالرحمن سره هم د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ او دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو بدلونونو په باب د نظر تبادله کړې . دواړو لورو د سیمه ایزو او نړیوالو موضوعګانو په باب پر نزدو او کوټلو لیدوکاتو په ټینګار سره وئیلی دی،د سیمې درستې شخړې د سیمې د هیوادونو د مشرانو په سوله ایزو او ډیپلوماټیکو هلوځلو سره  دحل وړ  دی .