د امریکې غلي جنګ د ایرانیانو ژوند په نښه کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86616-د_امریکې_غلي_جنګ_د_ایرانیانو_ژوند_په_نښه_کړی_دی
د ایران د حکومت ویاند د ایراني ولس خلاف د امریکې غلیمانه بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د امریکې غلي جنګ د ایران د ټولنې د ټولو پرګنو ژوند هدف ګرځولی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2019 03:57 Asia/Kabul
  • د امریکې غلي جنګ د ایرانیانو ژوند په نښه کړی دی

د ایران د حکومت ویاند د ایراني ولس خلاف د امریکې غلیمانه بندیزونو ته په اشارې سره وویل: د امریکې غلي جنګ د ایران د ټولنې د ټولو پرګنو ژوند هدف ګرځولی دی.

علي ربیعي پرون په یوه خبري غونډه کښې په دې اړه د امریکې د خزانې د وزیر اسټیون منوچین د څرګندونو په غبرګون کښې چې بندیز او بایکاټ د جنګ بدیل دی، زیاته کړه: امریکا د جنګ پر ځاې د بندیزونو کارولو سره، تر دباؤ لاندې د مالي، درملیزو او خوراکي سرچینو د راوستلو له لارې د ایران خلک په نښه کړي دي.

ربیعي څرګنده کړه: جوته ده چې د امریکې دباؤنه او بندیزونه نړیواله صلحه او امنیت ګواښي چې دا په بې پناه انسانانو باندې یو ډول جنګ تپل دي.

د ایران د حکومت ویاند د زیات نه زیات دباؤ اچولو او د ایران د هوايي چلند او سمندري ټرانسپورټ د شرکتونو له بایکاټولو د امریکې د هدف په هکله هم وویل: واشنګټن په دا ډول اقداماتو سره د ټولنې د نفسیاتي امنیت د خرابولو په تکل کښې دی.

هغه ټینګار وکړ چې د ایران خلاف د پریکنده اقدام او د ګواښونو د عملي کولو په هکله د امریکایانو د تیروتنې په  بڼه کښې به له ایرانه ډیر سخت او ځپونکی ځواب ترلاسه کړي.