دایران او دافغانستان ورځپاڼو ته کتنه
د تهران راډیو قدرمنو لوستونکو چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .
د سوریې ولسمشر بشار اسد د چین له یوه(۱) ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل امریکا د سوریې له شمال ختیځ څخه تیل غلا کوی او په ترکیې یې خرڅوی .
د زامبیا ولسمشر د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د امریکا د سفیر له لاسوهونکو څرګندونو وروسته هغه له خپل هیواد څخه وویست او واشنګټن ته یې خپل اعتراض اعلان کړ .
د صهیونیسټ رژیم «معاریو» ورځپاڼې ولیکل د مقاومت له چورلیز سره له جنګونو وروسته د اسرائیلو د څه دپاسه اوه پنځوس زره (۵۷۰۰۰) عسکرو د بدن غړی معیوب شوی یا غوڅ شوی دی .
د سعودی عربستان د ائتلاف د لوړرتبه قوماندانو په څنګ کښې دسوډان په سلګونو عسکرو او دیمن ګوډاګیانو خپل صف د عربستان له ائتلاف څخه جلا کړ چې عربستان له مخکې څخه زیات په ماتی خوړلی جنګ کښې یوازې پاتې شی .
د عراق د پوځ یوشمیر عسکرو چې په تیرو کلونو کښې له ترهګرو ډلو سره په جنګونو کښې ژوبل یا معیوب شوی دی په نجف اشرف کښې له ستر مذهبی مرجع ایت الله سیستانی سره کتنه وکړه .
میډل ایسټ ایی(Middle East Eye) انګریزې ژبې ورځپاڼې د ملګروملتونو په قول په یوې (۱) مقالې کښې ولیکل د فلسطین غزې تړانګه به په راتلونکی میلادی کال کښې د وسیدو وړ نه وی ځکه چې نړیواله ټولنه د اسرائیلو له بې شرمۍ سره عادت شوی ده .
وروسته له دې چې د بحرین د پوځ ډګروال د اللولو میدان(Pearl Square) د پیښو په هکله د ال خلیفه رژیم دروغ ایشوا کړل ناپیژاندو کسانو د هغه کور ته اور واچوه .
د روسیې ستر توغندی له غږ په وراخوا تجهیزاتو سمبالیږی .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ګواښ وکړ که چیرې امریکا د انکارې د بایکاټولو په لور حرکت وکړی ممکنه ده چې ترکیه د کورسیک د ریډار او د اینجرلیک د پوځی اډې د بندولو فیصله وکړی .
د فرانسې د عمومی ټرانسپورټ په برخه کښې د کاربندیزونو په دوام سره د دغه هیواد په شمال کښې په «ایل ډوفرانس» سیمه کښې شپږ سوه (۶۰۰)کلومیټره ټرافیک رامینځته شو .
د فرانسې خلک کارونو ته د ځانونو د رسولو لپاره مجبوره شوی دی چې خپل شخصی ګاډی استعمال کړی .
د جنوبی کوریا یوې (۱) دفاعی فکر کوټې خبرداری ورکړی احتمال شته شمالی کوریا له امریکا سره د خبرواترو د بې نتیجې په بڼه کښې راتلونکی کال له یوې وچې څخه د بلې وچې ویشتونکو توغندیو د جوړولو کار پیل کړی چې څو اټومی خولۍ هم وړلی شی .
اوس به له تهران څخه خپریدونکی اطلاعات ورځپاڼه ولولو .
د پاکستان په پیښور ښار کښې په یوې (۱) رکشې کښې بم چاودنې اوه (۷) کسان وژلی او یولس (۱۱) نور ژوبل کړی دی .
په ورجینیا کښې د امریکا له یوې (۱) پوځی اډې څخه د جاسوسۍ په تور د چین د دوو (۲) ډیپلوماټانو په ویستلو کښې د واشنګټن اقدام د بیجینګ چارواکی غوسه کړی دی .
د امریکا د ریپبلیکن ګوند سیناتور لینډسی ګراهم په دوحې کښې وویل په نړۍ کښې د سعودی عربستان مقام له بل هر وخت څخه زیات له ځوړتیا سره مخ شوی او سعودی عربستان باید ځان بدل کړی .
د سعودی عربستان د ائتلاف د ځواکونو په چوکاټ کښې د سوډان فعال ځواکونه د یمن د لویدیځ د ساحل په جبهې کښې د خپل ماموریت له بشپړولو او د استعفا شوی حکومت ځواکونو ته د دغه جبهې له ورسپارلو وروسته له یمن څخه ووتل .
په هندوستان کښې د مذهبی توپیر د قانون په تصویبیدا باندې د مسلمانانو د اعتراضونو په دوام کښې شپږ (۶) کسان ووژل شول او سل (۱۰۰) نور ژوبل شول .
د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل اسرائیل په دوبۍ کښې د راتلونکی میلادی کال په ایکسپو(Expo 2020) نندرتون کښې خپل شتون له عربو هیوادونو سره د اړیکو د عادی کولو لپاره زمینه ګڼی .
امریکا وویل له شمالی کوریا سره د اټومی خبرو اترو لپاره هیڅ الټی میټم نشته .
سی این این ټیلی ویژن له افغانستان څخه د امریکا د څلورزره (۴۰۰۰) پوځیانو د ایستلو لپاره د ډونالډ ټرمپ د حکومت د فیصلې په هکله په یوه (۱) راپور کښې وویل په افغانستان کښې د امریکا په اتلس (۱۸) کلن پوځی شتون کښې طالبان لا پسې پیاوړی شوی دی .
د سعودی عربستان عسکرو دیمن په الحدیده ولایت کښې په الدریهمی ، التحیتا او څو نورو سیموباندې سختې بمبارې وکړې .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان امریکا ته په خبرداری کښې وویل که چیرې واشنګټن په انکارې بایکاټ ولګوی نو په اینجرلیک کښې د واشنګټن پوځی اډه بندو.
د انګلستان یوې (۱) ورځپاڼې ایشوا کړه چې د کیمیاوی وسلو د بندیز موسسې د خپلو پلټونکو نظر ته له پام کولو پرته د سوریې په دوما ښار کښې د کیمیاوی وسلو جعلی حمله تائید کړی ده .
د عراق ستر مذهی مرجع ایت الله سیستانی د پوځ له یوشمیر ژوبلو کسانو سره په کتنې کښې له داعش ترهګرې ډلې سره په مقابلې کښې د هغوې د سرشیندنې قدرونه وکړه .
په لیبیا کښې د ښکیلو خواو د خارجی ملاتړو ترمینځ د تاوتریخوالی له زیاتیدا سره په یووخت د لیبیا د ملی وفاق حکومت مشر فایز السراج چې د ترکیه ملاتړ لری انکارې(انقرې ) ته ورغی او د ترکیې ولسمشر یې تود هرکلی وکړ .
د شمالی کوریا د پوځ مشر پاک جونګ چون امریکا ته وویل که چیرې ارامه نوی کال غواړئ نو د پیانګ یانګ پرضد بایکاټ مه لګوئ .
این بی سی ټیلی ویژن راپور ورکړ د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړی په راتلونکو څو اونیو کښې له افغانستان څخه د څلورزره (۴۰۰۰) عسکرو ایستل اعلان کړی .
د ترکیې دپوځ پخوانی مشر ایلکر باشبوغ د سیمې د هیوادونو په کورنیو چارو کښې د انکارې په لاسوهنو نیوکې سره د سوریې او د ترکیې د هراړخیزه اړیکو عادی کیدل د سوریې د کړکیچ او په ترکیې کښې د دغه کړکیچ د پایلو د حل یوازنۍ لاره وبلله .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ریاض ته په سفر کښې د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتنه او خبرې وکړې او د خبرو اترو له لارې له ایران سره د اختلافاتو د حل لپاره یې د عربستان د جدی هڅې غوښتنه وکړه .
د لیبیا په کورنی جنګ کښې د خلیفه حفتر له ځواکونو څخه د سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو د مصر او د څو نورو هیوادونو پراخ ملاتړ ترکیه او قطر چې په مینځنی ختیځ کښې دلیبیا دوه(۲) متحدان دی مجبوره کړل چې هغوې په طرابلس کښې د فایزالسراج په مشرۍ د لیبیا له قانونی حکومت څخه پوځی ملاتړ اعلان کړی .
د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع وویل د دښمن هر ډول احمقانه او تاوتریخوالی رامینځته کونکی اقدام ته د ځواب ورکولو لپاره بشپړه چمتووالی لرو .
د امریکا د ولسی جرګې کانګرس استازی سبا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح په هکله رایې اچوی .
د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه له ایران اسلامی جمهوریت سره د دغه غورځنګ په ښو اړیکو ټینګار سره د دښمانانو اوازې د دغو اړیکو د له مینځه وړلو په هدف سره وبللې .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه (۱) راپور کښې په دې خبرې سره چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات له ایران سره د تاوتریخوالو او نښتو د زیاتیدا د مخنیوی لپاره د امریکا د کنټرولولو هڅه کوی ولیکل ریاض او ابوظهبۍ نور نه غواړی واشنګټن له تهران سره جنګ ته وروکاږی .
د افغانستان چارواکو د غزنې ولایت په «قره باغ »ولسوالۍ باندې د طالبانو په حملې کښې د پینځویشتو (۲۵) پوځیانو د وژل کیدا خبر ورکړ .
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مقالې او تبصرې خپرې کړې دی.
ملی ارمان ورځپاڼې د فساد پر ضد د مبارزې په غونډه کې په کابل کې د امریکا د سفیر جان بس څرګندونې راخیستی چې ویلی و نړیوال مرسته کوونکی هېوادونه په افغانستان کې د فساد موجودیت ناهیلی کړی او له دې هېواد سره د مرستو علاقهمندی نهلری.
په سرمقاله کې وړاندې راغلی دی چې که په تېرو ۱۸ کلونو کې نړیوالې مرستې په افغانستان کې په سم ډول مدیریت شوې وی، نو اوس به دې هېواد بله څېره درلودای.
د سرمقالې لیکوال ادعا کوی چې د دغو مرستو زیاته برخه بېرته د بهرنیانو او لوړپوړو چارواکو جېبونو ته لاړه او په یوه او بل نوم بېرته له افغانستانه انتقال شوې.
د سرمقالې لیکوال په دې برخه کې د امریکا له سفیر غوښتنه کړې چې باید د فساد په مسئله کې واضح کړی چې کوم مسؤلین په فساد کې ښکېل دی څو دغه کسان په کور دننه او بالاخره په نړیوالو محکمو کې محاکمه شی.
()
ویسا ورځپاڼې هم همدې موضوع ته اشاره کړې ده او لیکلی دی چې د امریکا د سفیر جان بس څرګندونې نهیوازې د حکومت، بلکې د ټول افغان ملت په مخ څپېړه وه.
د سرمقالې لیکوال لیکی که څه هم د جان بس څرګندونې به رښتیا وی، خو دا هم رښتیا دی چې د نړیوالو مرستې چې شخصی جېبونو ته لوېږی خپله دوی هم پهکې ځکه ښکېل دی چې دوی په لوی لاس مرستې د یوه مېکانیزم او اصولی چوکاټ پر ځای د خصوصی چینلونو له لارې له افرادو سره کولې.
()
سرخط ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د کابل د ککړې هوا او په دې برخه کې د خلکو ستونزو ته ځانګړې کړې او لیکلی دی چې د کابل هوا اوسمهال د تنفس کولو جوګه هم نهده.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی دی چې د هوا د ککړتیا ګراف دومره لوړ شوی چې مخنیوی یې حتی د چاپېریال ساتنې له ادارې بهر دی.
د سرمقالې لیکوال لیکی دا ستونزې تر ډېره د خراب کیفیته سونګ توکو د سوخت له امله رامنځته شوې دی.
سرمقاله لیکونکی لیکی د سونګ له خراب کیفیته توکو تر ډېره په دولتی ادارو او بهرنیو مؤسساتو کې ترې ګټه اخیستل کېږی او هېڅڅوک یې مخه هم نهشی نیولی.
د سرمقالې لیکوال د دې ښار اوسېدونکی هم د چاپېریال په ککړتیا کې ګرم بللی دی او لیکلی دی چې د کابل ښاریان هم د چاپېریال پاک ساتلو ته پاملرنه نهکوی.
د سرمقالې لیکوال وړاندیز کړی چې مسءلې ادارې باید په دې برخه کې جدی هلې ځلې وکړی ترڅو د خرابې هوا له امله د ناروغیو د رامنځته کېدو مخه ونیول شی.
()
هېواد دولتی ورځپانې لیکلی دی چې لا هم په افغانستان کې د ناقانونه وسلهوالو او قانون ماتوونکو ننګه کېږی.
وړاندې په سرمقاله کې د قیصاری د نیولو عملیاتو ته اشاره شوې او پهکې لیکل شوی چې قیصاری د عبدالرشید دوستم د کسانو له لوری د پولیسو له منګولو خلاص شوی او روغ تیار جوزجان ته رسول شوی دی.
د سرمقالې لیکوال د ښاغلی دوستم دغه ګام د قانون خلاف بللی او لیکلی دی چې تر اوسه لاهم په افغانستان کې زورواکی پر ملت حاکمه ده.