ظريف: د زور سياست په فارس خليج کښې امنيت نه شي ټينګولې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86639-ظريف_د_زور_سياست_په_فارس_خليج_کښې_امنيت_نه_شي_ټينګولې
د ايران خارجه وزير وويل: د زور او بدمعاشۍ سياست په فارس خليج کښې امنيت نه شي ټينګولې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 18, 2019 01:32 Asia/Kabul
  • ظريف: د زور سياست په فارس خليج کښې امنيت نه شي ټينګولې

د ايران خارجه وزير وويل: د زور او بدمعاشۍ سياست په فارس خليج کښې امنيت نه شي ټينګولې.

د ايران د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف پرون په خپله ټوئيټرپاڼه کښې د دوحې فورم نومې نړيوله غونډه کښې د خپلې وېنا د ځينو تصويرونو په خپرولو سره د فارس خليج څنډې هېوادونو ته نصيحت وکړ چې حقيقت پسندانه ملګرتيا دې وزمائي.

ظريف واضحه کړه: هيڅ يوه ښۀ آئيډيا يوازې د يوې ډلې لخوا نه شي تعقيبېدې.

د ايران د بهرنيو چارو وزير د تېر ايتوار په ورځ د دوحې د نړيوالې غونډې ترڅنګه له وېنا نه علاوه د ځينو هېوادونو له چارواکو سره ليدل کتل وکړل او د هرمز د صلحې له طرحې څخه د ايران مقاصد يې بيان کړل.