په افغانستان کښې د صلحې ټینګښت باید نړیواله غوښتنه وګرځي
د ازبکستان د ملي امنیت شورا مرستیال منشي د تهران په غونډه کښې وویل: له دې فرصته د امنیتي ننګونو د کمولو لپاره ګټه پورته کیدی شي.
د ازبکستان د ملي امنیت شورا مرستیال منشي د سیمه ایز امنیت په هکله د تهران د غونډې د غړو هیوادونو ګډ دریځ ته په اشارې سره وویل: له دې فرصته د امنیتي ننګونو د کمولو لپاره ګټه پورته کیدی شي.
ایران پریس خبري آژانس رپورټ ورکړی چې بابر شاه یعقوب اف پرون په تهران کښې د سیمه ایز امنیت خبرې اترې په نامه دویمې غونډې کښې، په افغانستان کښې د ثبات ټینګښت په مرکزي آسیا، مینځني ختیځ او لرې آسیا کښې د امنیت لامل وباله او زیاته یې کړه: ازبکستان به په افغانستان کښې دصلحې او امنیت د رامینځته کولو په موخه د سیمه ایزې ملګرتیا لپاره خپله پوره پوره هڅه وکړي.
هغه په افغانستان کښې د امنیت لپاره د دغه هیواد د اقتصاد پراختیا ته پاملرنه ضروري وبلله او ټینګار یې وکړ چې د کار کسب رامینځته کولو لپاره په افغانستان کښې د سیمې د هیوادونو پانګونه په دغه هیواد کښې د اقتصادي رونق لپاره وړومبنی ګام ګرځیدلی شي.