د برجام یواړخیزه اجرا پایداره نه پاتې کیږي
په ملګرو ملتو کښې د ایران استازي وویل: په یواړخیزه توګه د ایټمي موافقې اجرا پایداره نه ده.
مجید تخت روانچي پرون د ایټمي موافقې په لړ کښې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک د اجرا د وروستي حالت په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي د رپورټ د څیړنې لپاره د امنیت شورا په غونډه کښې وویل: ایران نه شي کولی چې د غیرقانوني بندیزونو د دوام او د برجام د نورو لورو لخوا د جبیره ناکو اقداماتو د نشتوالي په وړاندې غلی پاتې شي بلکې په بې شمیره انتخابونو سره د خپلو ملي ګټو د تامینولو لپاره ضروري اقدامات ترسره کوي.
په ملګرو ملتو کښې د ایران استازي زیاته کړه: د ایټمي موافقې یواړخیزه اجرا پایښت نه لري او د دغې موافقې بشپړه اجرا د نورو لورو شتون ته ضرورت لري.
تخت روانچي څرګنده کړه چې ایران د خپلو ځینو برجامي ژمنو اجرا د دغې ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ بندونو له مخې بنده کړې ده او ډیپلماسۍ ته د فرصت ورکولو لپاره یې په دوه میاشتۍ فاصلې سره یوه ګام په ګام کړنلاره پلان شوې ده.
هغه د ایران د دفاعي توانمنیو په هکله هم د ایټمي وسلو په لور د خپل هیواد کږیدل رد کړل او ویې ویل: ایران به په هیڅ ډول حالاتو کښې د خپل امنیت په سر جوړجاړی ونه کړي.