بیګا په ټول ایران کښې د یلدا شپه ونمانځله شوه
ایران خلک په دې شپه چې د کال ترټولو اوږده او د ژمي د پیلیدو شپه ده، جشن او خوشالۍ کوي.
تیره شپه په ایران کښې د یلدا د شپې جشن د یو بل ترڅنګ د کورنۍ د غړو او خپل خپلوانو په راغونډیدو سره ترسره شو.
د ایران خلک په دې شپه چې د کال ترټولو اوږده او د ژمي د پیلیدو شپه ده، جشن او خوشالۍ کوي.
د یلدا یا د چِلّې شپه د ایران د یو ډیر لرغوني جشن په توګه نمانځله کیږي چې په کښې د کورنۍ غړي او خپلوان د مشرانو یا د یو بل په کورونو کښې سره راغونډیږي او وچه میوه او هم داشان هندوانه، انار او نورې مختلفې میوې او مټایانې خوري چې دغه ټول سمبولیکه بڼه لري او د برکت، تندرستۍ، فراوانۍ او خوشالۍ نښې دي.
په دغه شپه هم داشان شاهنامه لوستله کیږي او د کورنۍ مشران قصې کوي او هم داشان د حافظ په دیوان کښې د یو بل لپاره فالونه ګوري.