بشري حقوق او د غرب دوه مخیتوب
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86761-بشري_حقوق_او_د_غرب_دوه_مخیتوب
د ایران په اسلامي شورا کښې د دیني اقلیتونو استازو د ایران په خلاف دبشري حقوقو پریکړلیک وغندلو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 23, 2019 12:49 Asia/Kabul
  • بشري حقوق او د غرب دوه مخیتوب

د ایران په اسلامي شورا کښې د دیني اقلیتونو استازو د ایران په خلاف دبشري حقوقو پریکړلیک وغندلو.

په دې بیانیه کښې چې د ایران په اسلامي شورا کښې د ایران د جنوب او شما ل ارمني مسیحیانو، زرتشتیانو، کلیمیانو او آشوریانو لخوا خپره شوه، څرګنده شوي ده:

د ایران په خلاف د بشري حقوقو پریکړلیک که څه هم په ظاهر کښې د بشري حقوقو محتوا لري، خو د دې بیانیي ماهیت بالکل سیاسي دی او د مشخصو ستراتیژیکو له اهدافو سره د ایران په خلاف د دباو زیاتولو لپاره مطرح او اعمال کېږي.

دا پریکړلیک چې د کنیډا لخوا وړاندې شوې و د ملګرو ملتونو په دریمې کمیټۍ کښې د چهارشنبې په ورځ تصویب شو.

دا ډول پریکړه لیکونه چې لابیتوب، سیاسي ګواښونو او مالي ژمنو سره تصویب ته رسي، وړتیا او ارزښت نه لري. ځکه چې دا یوازې د بانیانو سیاست او د بې ایمانۍ بیانونکی دی. په ایران کښې د دیني اقلیتونو د حقوقو د سرغړونو په اړه پوچې ادعا، د مکر د اوښکو له بهېدو پرته څه نه دي.

دا حقیقت له دې مخکښې د تهران کلداني آشوری کلیسا د امریکا لخوا په تهران کښې د دیني اقلیتونو د حقوقو له سرغړونو د تور په ځواب کښې بیان کړې دی.

اوس بیا هم د کینیډا او امریکا د بشري حقوقو د دوه مخیتوب په ځواب کښې؛ په اسلامي شورا کښې د دیني اقلیتونو استازو، دغه پریکړه د بشري حقونو له مفاهیمو د ناوړه استفادې او د تعصب او یو اړخیز چلند یوه وسیله ګڼي چې یو ځلي بیا د دوه ګونو معیارونو په کارولو سره په نړیواله توګه د ایران د یوازي کولو هڅه کوي.

په ملګرو ملتو کښې د ایران  د اسلامي جمهوریت سفیر او مرستيال استازی اسحاق آل حبیب، په دې اړه وایې:

د ډیموکراسۍ او بشري حقوقو لوې دښمنان هغه کسان دي چې له دغو مفاهیمو د ولسونو او د هیوادونو د قانوني حکومتونو چې د استکباري ګټو سره په ټکر کښې دي په خلاف د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او  دغه قدرتونه، د بشري حقونو په اړوند موضوعاتو کښې اساسي دوه رنګوالی لري.

کینیډا په داسې حال کښې د ایران په خلاف د دغه پریکړلیک په وړاندې کولو باندې ټینګار لري چې د صهیونیسټانو د تیریو د میلیونو قربانیانو په برخلیک یې خپلې سترګې پټې کړي دي او د اسرائیلو د غاصب رژیم چې د بشري حقوقو سرغړونکی دی؛ حمایت کوي. کینیډا همداشان عربستان ته د وسلې له صادرولو سره په یمن کښې د دغه رژیم په جرمونو کښې شریک او د زرګونو ماشومانو د مرګ مسؤل دی؛ خو په سپین سترګیتوب سره ایران د بشري حقوقو په سرغړونې تورنوي. په داسې حال کښې چې د ایران لخوا د بشري حقوقو د حمایت ژمنه ذاتي او واقعي ده، د دغه هیواد په تاریخي، کلتوري او دیني ډګر کښې ژوره جرړه لري.

د ایران د اساسي قانون پر اساس دیني اقلیتونه په رسمي توګه پیژندلي شوي یعني د نورو ښاریزو په څیرمسیحي، زرتشتي او یهودي هم په ایران کښې له ښاري حقوقو برخمن دي. د اساسي قانون څلورم اصل د هغوي د مدني حقوقو پر درناوي ټینګار کړی او د دې پر اساس دیني اقلیتونه د ایران په شورا کښې پنځه کرسۍ لري.

په امریکا کښې د دینونو د پوهنتون استاد اسماعیل فاروقي وایې:

په اسلامي حکومت کښې د مسلمانو ښاریزو په شمول د ټولو لپاره د قانون په چوکاټ کښې د هویتي ارزښتونو د پراختیا حق شته دی او  د غیر مسلمان ښاریز لپاره هم، دغه حق ساتل شوی دی.

له همدې امله په ایران کښې د دیني اقلیتونو د حقوقو په اړه شوي ادعاګانې، له حقیقت سره سمون نه لري او یوازې د سیاسي تبلیغاتو او ایران په خلاف د پروپاګنډې کولو لپاره بیان شوي دي.