ایران له هیوادونو سره دتجارت نوی رودې پیدا کړی
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی وویل نن سبا مو د تجارت لپاره له بیلابیلو هیوادونو سره نوی رودې پیدا کړی دی او د هندوستان د مالیزیا د ترکیې د چین او د روسیې په شان له هیوادونو سره مو په تجارت کښې نوی ګامونه پورته کړی دی .
د ایران ولسمشر حسن روحانی وویل د مالیزیا د ترکیې د قطر او د ایران په څلور(۴) اړخیزه غوندې کښې د بانک او د مالی مسائیلو په هکله یوشان نظر موجود وو او ټینګار وشو چې نړۍ باید ځان د امریکا له ډالر څخه خلاص کړی .
حسن روحانی په دې خبرې سره چې نن سبا د هغو هیوادونو په شمول چې د مالیزیا په وروستۍ غونډې کښې یې ګډون درلود ټول هیوادونه امریکا د ایران په ملت د دباو په مسله کښې اصلی ګرمه بولی او زیاته یې کړه هیڅوک شک نلری چې د ایران اسلامی جمهوریت په اټومی تړون کښې په خپلو ټولو ژمنو عمل کړی دی او د سیمې او دنړۍ د سولې د ثبات او د امنیت په چوکاټ کښې یې ګام پورته کړی دی او دا مقابل لوری (امریکا)دی چې خپلې ژمنې یې تر پښو لاندې کړی دی .
د ایران ولسمشر حسن روحانی وویل که چیرې نن هم د پینځه جمع یوې ډلې غړی هیوادونه په خپلو ټولو ژمنو د عمل کولو لپاره اراده ولری او وغواړی چې تیرې غلطیانې جبران کړی نو ایران خبرو اترو ته تیار دی .
هغه وویل په دې خبرې کښې هیڅ شک نشته که چیرې نن ورځ د ایران ملت په دنیا کښې په خلکو ګران دی او د نړۍ خلک یې خبرې اوری نو یوازې د دغه ستر ملت د مقاومت او د دریدا په دلیل دی .