د مقاومت جبهه ماته نه خوړونکی ده
د ایران د هرمزګان د یو زر پنځه سوه شهیدانوملی کنګره نن د هرمزګان ولایت په مرکز بندر عباس کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په پیغام سره ترسره شوه .
د ایران د درستو قواؤ د ستر قوماندان ځانګړی سلاکار سردار سید یحیی رحیم صفوی نن د ایران د جنوب هرمزګان ولایت د یو زر پنځه سوه شهیدانو د کانګرس په پایزو دستورو کې پخپلې وینا کې د دښمنانو له دسیسو سره دمقابلې لپاره د ایران دملت پر چمتووالی په ټینګار سره ووئیل دهغو درستو کسانو په تمه سترې ناکامۍ دی،چې په پټه اوښکاره دسیسو سره ئې د ایران د ملت په ضد شخړې ، ناکراری او اقتصادی جنګ اوبندیزونه راولاړ کړی دی .
سردار صفوی روښانه کړېده،په شجاع، پوهېاو دجهادی روحیّې لرونکی رهبرۍ سره او په ملی انسجام،میړنیو او شهادت غوښتونکو ځوانانو سره به د مقاومت مکتب،مستکبرانو ته سخته ماته ورکړی .
د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو پخوانی قوماندان ددې خبرې په کولو سره چې د مقاومت جبهه په لویدیځی آسیا کې پراخه شوې ده،د سعودی ائیتلاف د تیریګرو په وړاندې ئې د یمن د مظلوم ولس مقاومت ته اشاره کړې او وئیلی ئې دی،د یمن ولسله پنځه کلن مقاومتوروسته ، تیریګر ائیتلاف ته داسې تریخ درس دروکیړچې د میلیونونو ډالرو په لګښت سره پر پتمنو ملتونو غلبه نشی کیدلی .
د ایران د هرمزګان د یو زر پنځه سوه شهیدانوملی کنګره نن د هرمزګان ولایت په مرکز بندرعباس کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په پیغام سره ترسره شوه .