ایران سیاسي او تبلیغاتي پروپاګنډو ته نه تسلیمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86884-ایران_سیاسي_او_تبلیغاتي_پروپاګنډو_ته_نه_تسلیمیږي
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د آسټرالیايي ښاریزې کایلي مور ګیلبرټ د وضعې په اړه د دغه هیواد په ځینو رسنیو کښې د لیکل شویو مطالبو په اړه وویل چې هغه د ایران د ملي امنیت د خلاف ورزۍ په تور نیول شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2019 04:23 Asia/Kabul
  • ایران سیاسي او تبلیغاتي پروپاګنډو ته نه تسلیمیږي

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند بیګا د آسټرالیايي ښاریزې کایلي مور ګیلبرټ د وضعې په اړه د دغه هیواد په ځینو رسنیو کښې د لیکل شویو مطالبو په اړه وویل چې هغه د ایران د ملي امنیت د خلاف ورزۍ په تور نیول شوې ده.

ایرنا خبري آژانس لیکلې دي چې سید عباس موسوي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت سیاسي او تبلیغاتي لانجو ته سر نه ټیټوي، څرګنده کړه: دغه آسټرالیايي ښاریزه د هر هغه بل محکوم په شان چې قضايي حکم لري، د خپل زندان پړاؤ به له ټولو قانوني حقوقو په برخورتیا سره تیر کړي.

موسوي زیاته کړه چې د اسلامي ایران صالحه محکمې د ټولو اړوندو قوانینو په خیال ساتنې سره د کایلي مور ګیلبرټ د نیونې حکم صادر کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په ۲۰۱۷ کال کښې په آسټرالیا کښې د میرمن نګار قدس کَني غیرقانوني نیول کیدو ته هم اشاره وکړه او ويې ویل: عامه افکار به له نګار قدس کني سره د آسټرالیا د حکومت بد چلند هیر نه کړي چې بې د کوم جرم له ترسره کولو ونیوله شوه او ۲۷ میاشتې ورسره غیرانساني سلوک وشه.

د ویلو ده چې آسټرالیايي ښاریزه کایلي مورګیلبرټ د روان میلادي کال په وړومبیو کښې د دغه هیواد له دوو نورو ښاریز سره یو ځاې د جاسوسۍ په تور په ایران کښې ونیوی شوه خو دغه دوه نور کسان د اکتوبر میاشتې په وړومبیو کښې آزاد او خپل هیواد ته ستانه کړی شول خو میرمن کایلي د جاسوسۍ په جرم په لس کاله بند محکومه شوه.