د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه :-
د تهران راډیو ګرانو لوستونکو ښې چارې اوس به د ایران او د افغانستان ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
د ایران د روسیې او دچین سمندری مانورې په ټوله نړۍ کښې پراخ انعکاس لرلی او د امریکا یوه (۱) پخوانی چارواکی په نوموړی مانورې د سختې اندیښنې په څرګندولو سره هغه د واشنګټن لپاره خپسکې ته ورته سناریو وبلله .
د جرمنی اقتصاد وزارت وویل دغه هیواد په روان میلادی کال کښې د اتو (۸) میلیارډو یورو په ارزښت وسلې خرڅې کړی دی او امریکا د دغو وسلو یو(۱) مهم بازار دی .
د جاپان یوې (۱)ګڼ چاپه ورځپاڼې ماینیچی لویدیځې اسیا ته د عسکرو د استولو د پلان په تصویبولو کښې د ټوکیو د حکومت اقدام ته په غبرګون کښې وویل مینځنی ختیځ ته د پوځیانو استول د امریکا په وړاندې تسلیمیدل دی .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د سمندری ځواک د یوه(۱) کومانډو په هکله په یوه(۱) راپور کښې چې څه موده مخکې ولسمشر ټرمپ هغه وبښه د هغه دملګرو په قول ولیکل دغه کومانډو شیطان دی او په ساړې سره سینی خلک وژنی .
ویکی لیکس اینټرنیټ سایټ د څلورو (۴) نویو سندونو په خپرولو سره د سوریې په دوما ښار کښې د تیر میلادی کال د کیمیاوی حملې له جعلی توب څخه پرده پورته کړه .
د عمان هیواد د باچا سلطان قابوس د جسمی حالت د خرابیدا په وجه د هغه د ځای ناستی د ټاکلو مسلې اهمیت پیدا کړی او څلور (۴) کسان غوره شوی چې یو(۱) پکښې د باچا ځای ناستی شی .
داعش ترهګرې ډلې د نوی میلادی کال په درشل کښې یولس (۱۱) کسان چې ادعا یې کیدله عیسایان دی په بوږنونکی ډول ووژل چې د دغه ډلې په وینا د ابوبکر بغدادی د وژلې بدل واخلی .
په هغو اعتراض کونکو چې د نایجریا د اسلامی غورځنګ د مشر شیخ زکزاکی د خوشی کیدا غوښتونکی دی د پولیسو نیغ په نیغه ډزو کښې یو (۱) کس شهید او یوشمیر نور ژوبل شول .
العهد عربی ژبې اینټرنیټ پاڼې په روان میلادی کال کښې د ال سعود رژیم په کړکیچونو د غور کولو په ترڅ کښې د اقتصادی ، امنیتی او د بشری حقوقو په حوزه کښې د دغه رژیم په دریو (۳) اصلی کړکیچونو غور کړی دی .
د انګلستان ډیلی میل ورځپاڼې په یوه (۱) راپور کښې وویل د یونان په لسبوس جزیرې کښې د کډوالو په کیمپ کښې کابو شپږ زره (۶۰۰۰) ماشومان په ډیر بد حالت کښې ژوند کوی چې ځینې یې د سرطان ناروغۍ هم لری .
اوس به دتهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .
لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې د امریکا او د شمالی کوریا په اړیکو کښې په وروستیو بدلونو او د دواړو هیوادونو د اټومی خبرو اترو بندون ته په رسیدا سره وویل امریکا د شمالی کوریا په موضوع کښې مخکینې کور ته ورستنه شوه .
د تیونس د پارلمان مشر راشد الغنوشی وویل دغه هیواد یوازنی حکومت چې په لیبیا کښې یې په رسمیت پیژندی د فایزالسراج په مشرۍ د طرابلس حکومت دی کوم چې ملګرو ملتونو تائید کړی دی .
د پاکستان د لاهور ښار لوړه محکمه د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د اعدام حکم د لغو کولو لپاره لاس په کار شوه او په راتلونکو څو ورځو کښې یې په دغه موضوع د غور کولو خبر ورکړ .
د هندوستان عسکرو د مسلمانانو ځپلو ته دوام ورکړی او تراوسه یې څلویښت (۴۰)کسان وژلی هم دی .
د امریکا چارواکو وویل د عراق په کرکوک ولایت کښې په یوې(۱) پوځی اډې د هوان په برید کښې یو(۱) عسکر وژل شوی دی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په دې خبرې اعتراف وکړ چې په ولسی جرګې کانګرس کښې زما د استیضاح بهیر د خارجی هیوادونو له مشرانو سره دتعامل لپاره مشکلات رامینځته کړی دی .
د سومالیا په پلازمینې موګادیشو ښار کښې د الشباب ترهګرې ډلې په بم چاودنې کښې د اولسو (۱۷) پولیسو او د څو بهرنیانو په شمول څه د پاسه سل (۱۰۰) کسان وژل شوی دی .
د لیبیا په سلګونو ښاریزو په طرابلس او مصراته ښارونو کښې د ملی وفاق د حکومت په ملاتړ کولو سره په پلازمینې باندې د خلیفه حفتر د حملو پرضد مظاهرې وکړې .
د یمن د استعفا شوی کابینې ځینو وزیرانو د متحده عربی اماراتو په جنایتونو او دسیسو د اعتراف په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې ابوظهبۍ په دغه هیواد کښې د القاعده ترهګرې ډلې ملاتړ کوی .
ټویټر اینټرنیټ پاڼې په یوه (۱) اقدام کښې د سعودی عربستان د ایران ضد ځینې اکاونټونه چې د ریاض په ملاتړ سره یې د ایران د امنیت پرضد او د ایران دحکومت دنسکورولو لپاره یې تبلیغات کول وتړل .
د سوریې د ولسمشر د رسنیو د چارو سلاکارې میرمن بثنیه شعبان وویل امریکا د« قیصر» په نوم قانون سره د سوریې په ګونډو کولو کوشش کوی خو دمشق له خپلو متحدانو سره د امریکا له سیاسی او اقتصادی ګواښونو سره د مقابلې لپاره له خپلو متحدانو سره غږمله ده .
د صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له نیواکی فلسطین سره د اردن درې( pass) او د لویدیځې غاړې د سترې برخې د یوځاې کیدلپاره خپل پروګرامونه اعلان کړل .
نیویارک ټایمز ورځپاڼې له واشنګټن څخه د سعودی عربستان له ناهیلی کیدا وروسته په مینځنی ختیځ کښې د ریاض د نوی کړچار په هکله په یوه (۱) راپور کښې ولیکل سعودی عربستان نور د امریکا په ملاتړ ډاډمن نه دی نو ځکه خو یې له خپلو ګاونډیو هیوادونو سره تعامل او خبرې پیل کړی دی چې لږ تر لږه په سیمه کښې موجوده نښتې کمې کړی .
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه(۱) راپور کښې وویل د مشرانو جرګې سینا په انتخاباتو کښې د ګډون لپاره د خارجه وزیر مایک پمپئو د څنګ ته کیدا په هکله د ګونګوسو په زیاتیدا سره ولسمشر ټرمپ د مایک پمپئو د ځاې ناستی د پیدا کولو لپاره هڅې زیاتې کړی دی .
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له تیونس څخه بیرته ستنیدا وروسته په یوې (۱)وینا کښې وویل لیبیا د عثمانی خلافت او اتاتورک امانت دی او مونږ د دغه هیواد د قانونی حکومت په رسمی بلنه لیبیا ته عسکر استوو .
د عراق ولسمشر برهم صالح استعفا ورکړه او له پلازمینې بغداد لاړ .
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خپل هیواد کښې د امریکا په لاسوهنو نیوکې سره وویل د افغانستان د انتخاباتو برخلیک د دغه هیواد خلک نه بلکې امریکا ټاکی .
د یمن انصار الله غورځنګ د سعودی عربستان په نجران کښې په یوې(۱) پوځی اډې برید سره په لسګونو تیریګر مړه او ژوبل کړی دی .
د کویت القبس ورځپاڼې وویل د ایران د سعودی عربستان او د کویت ترمینځ د سمندری موافقې په هکله خبرې پیلیږی .
د تهران راډیو ګرانو اوریدونکو اوس به د کابل چاپ ځینو ورځپاڼو ته کتنه وکړو .
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډیره پر لنډ مهالی اوربند د طالبانو د رهبرۍ توافق په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دی.
دنیا ورځپاڼې لیکلی، په دې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا د لس ورځنی موقت اوربند خبرې ګرمې شوی دی او له دې اوربند سره به هم مهاله د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې هوکړه لیک چې د نهه (9) پړاوه مذاکراتو په پایله کې نهایی شوی لاسلیک شی.
ورځپاڼې د یو شمېر سرچینو له قوله لیکلی، چې دغه اوربند د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد تر فشارونو وروسته ترسره کېږی.
د سرمقاله لیکوونکی په باور داځل د طالبانو او امریکا ترمنځ تر اوربند وروسته داسې هېلې هم شته، چې دوحه کې د سولې هوکړې تر لاسلیک کیدا لس(10) ورځې وروسته به بین الافغانی مذاکرات پیلیږی او د دغو خبرو په جریان کې به هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ اوربند وی.
دنیا ورځپاڼې همدارنګه د سرمقالې په نتېجه ګیرۍ کې لیکلی، سره له دې چې طالبانو له افغان حکومت سره مذاکرات رد کړی او ویلی دی، چې حکومتی کسان به د حکومت په استازیتوب نه بلکې د افغان سیاستوالو په استازیتوب له دوی سره بین الافغانی مذاکراتو کې برخه اخلی خو حکومت په وار وار ټینګار کړی، چې له طالبانو سره د مذاکراتو شرط یې اوربند دی.
هشت صبح ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلی، له وسله والو طالبانو سره د سولې په خبرو اترو کې حکومت باید څنډې ته نه شی.
وړاندې په سرمقاله کې راغلی، یو شمېر طالب ملاتړی له هغې ډلې د پاکستان استخبارات د سولې په مذاکراتو افغان حکومت څنډې ته کولو سره غواړی وښیې چې افغانستان داسې جغرافیه ده چې کوم حاکم دولت نه لری او مذاکره کوونکې ډله باید ورته حکومت وټاکی.
خو د سرمقاله لیکوونکی په باور افغانستان اوس حاکم نظام، ازادې رسنۍ او همداسې ازاد حزبونه لری چې د نظر د څرګندولو حق لری او افغانستان د داسې جغرفایې په توګه یادول چې هېڅ دولت نه لری دا غیرمنطقی دلیل دی.
هېواد دولتی ورځپاڼې د طالبانو د یوې اونۍ اوربند ته په اشارې ویلی، افغان لوری لنډمهالی اوربند نه، بلکې هغه اوربند غواړی، چې د تل پاتې او بنسټیزې او باعزته سولې لامل شی له دې پرته سوله په هېڅ ډول شونې نه ده.
خو د سرمقاله لیکوونکی په خبره "طالبان د پاکستانی څارګرو پوځی شبکو له خوښیې پرته اوربند کولای نه شی."
وړاندې راغلی، له همدې امله د افغان حکومت له جدی غوښتنو او د امریکا د فشار عمده موخه همدا اوربند دی خو دا اوربند باید لنډمهالی نه وی او داسې اوربند هم نه وی چې افغان ځواکونه ترې بهر وی.