د ایران د مرغومی د نهمې نیټې ځینې مطبوعات
د مرغومی د نهمې د یوم ا... دلسمې کلیزې په مناسبت د ایران په زرو ځایونو کې لاریونونه ترسره کیږی
د ایران نورو ورځپاڼو په شان خراسان ورځپاڼۍ هم د مرغومی د نهمې د حماسې موضوع ته پراخ انعکاس ورکړی او په دې اړه یې بیلا بیل مطلبونه ، راپورونه او انځورونه چاپ کړی دی . نوموړی ورځپاڼه په دې اړه لیکی چی د مرغومی د نهمې د یوم ا... دلسمې کلیزې په مناسبت د ایران په زرو ځایونو کې لاریونونه ترسره کیږی .
د ۱۳۸۸ لمریزکال د مرغومی د نهمې نیټې په لاریون کی د ایرانی اولس ولولناک شتون هغه کم ساری پیښه ده چی د ایران په سیاسی او اجتماعی پیښو کامریکا د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته تل د نظام په کمزوری کولو او د ایرانی ملت د وحدت په له مینځه وړلو پسې ده او هڅه یې کړی ده د ایران اسلامی جمهوریت له دننه له سیاسی اختلافات او اجتماعی درز سره مخامخ کړی . خو په ۱۳۸۸ کال کې د ولسمشرۍ د لسم پړاو پړاو له انتخاباتو وروسته د فتنې په شان د جریانونو په وړاندی د ایرانی اولس دریدا وښودله چی خلک د انقلاب د ثبات او د اسلامی ایران د نظام د مهم رکن او اصلی قدرت په توګه هیڅکله دښمن ته د نفوذ اجازه نه ورکوی .
د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ایران د دیکتاتور باچا د ساتلو لپاره د ایګل په نوم امریکایی پروژه افشا کړه .
په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامی شورا د مشر ځانګړی مرستیال حسین امیر عبداللهیان وویل که ځینې هیوادونه وغواړی د امریکا د اور د بلولو په ځمکه کښې لوبه وکړی او د سیمې امنیت خراب کړی نو د ایران لاسونه به تړلی نه وی .
د هندوستان حکومت په دغه هیواد کښې د مذهبی توپیر په قانون د زرګونو اعتراض کونکو محصیلینو پرضد قضایی دوسیې جوړې کړې .
د ال سعود رژيم پوځیانو د الشرقیه ولایت د قطیف شیعه میشت ښار په العنود ښارګي په برید سره دوه عربستاني ځوانان وژلې دي .
کیهان
دغې ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ په غټو ټکیو لیکلی دی هغه ملت چی د مرغومې د ۹ حماسه راپنځوی ، دښمن ته کلنګ نه ورکوی .
د امریکا خارجه وزیر پمپیو عراق ته پټ سفر کړې دې او داسې راپورونه شته چی د شیعیانو پرضد دسیسې زیاتې شی .
یمن کښې د متحده عربی اماراتو په مرکز کښې بم چاودنه شوی . دیمن د الضالع ولایت په مرکز الضالع ښار کښې په الصمود ورزشی مرکز کښې د بم چاودنې له کبله د متحده عربی اماراتو یوشمیر ځواکونه مړه او ژوبل شوی دی .
په امریکا کې په ۲۰۱۹ کال کی ډله ایزې وژلې ریکارډ مات کړ . په ۲۰۱۹ کال کښې د خپرو شويو شمېرنو له مخې د ډله ايزې وژلې په يو څلوېښت پیښو کښې دوه سوه يولس تنه وژل شوي دي.
جمهوری اسلامی
ډیلی ټیلګراف لیکلی دی چی د اماراتو ایټمی پروګرام به احتمالا د چرنوبیل په شان غمیزه رامینځټه کړی .
د ایران روغتیايي نظام په اسلامي نړۍ کښې مخکښ دی . د پاکستان د لومړی وزیر ځانګړې مرستیالې ډاکټر میرمن ثانیه نِشتر وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د پاکستان ملګری او ګاونډي هیواد دی او دواړو هیوادونو د تاریخ په اوږدو کښې تل نزدې اړیکې لرلې دي.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی موسوی ویلی دی د ایرانی ښاریز په اړه د فرانسې د خارجه وزارت بیانیه لاس وهونکی ده .
د هند اقیانوس په شمال کی د ایران ، چین او روسیې سمندری پاې ته ورسیده چی د نړۍ په سویه یې پراخ انعکاس درلودلې دې .
د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی د سوریې د قبایلو له مشرانو سره په کتنه کې ویلی دی امریکا یوازې دسوریې په تیلو پسې ده .
د سوریې په جنوب کې د اسراییلو جوړې وسلې موندل شوی دی .
ملګری ملتونه وایی چی اسراییلو په تیر یوه کال کی په لویدیځه غاړه کی څه د پاسه ۶۰۰ فلسطینیانو کورونه ویجاړ کړی دی .
د عراق ولسمشر برهم صالح د لومړی وزیر د انتخاب په اړه د پارلیمان له استازیو سره کتنه کوی .
د انګلستان فایننشل ټایمز ورځپاڼه په یوه راپور کی لیکی چی د هند څه د پاسه دوه سوه میلیون مسلمانان د ښاریزتوب د قوانینو په نتیجه کې په کابوس کې ژوند کوی .