د شهيد جنرل قاسم سلېماني د جنازې مراسم اعلان شول
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87010-د_شهيد_جنرل_قاسم_سلېماني_د_جنازې_مراسم_اعلان_شول
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي تعلقاتو په يوې خبرتيا کښې د اسلامي لښکر د ستر جنرل شهيد قاسم سلېماني او د هغه د شهيدانو ملګرو د جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم اعلان کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2020 02:11 Asia/Kabul
  • د شهيد جنرل قاسم سلېماني د جنازې مراسم اعلان شول

د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي تعلقاتو په يوې خبرتيا کښې د اسلامي لښکر د ستر جنرل شهيد قاسم سلېماني او د هغه د شهيدانو ملګرو د جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم اعلان کړل.

د بحرين مقاومتي ډلو هم په خپلو بيله بيلو پېغامونو کښې د شهيد سلېماني او د هغه د ملګرو د وينې په انتقام اخېستلو تاکيد وکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په دغه خبرتيا کښې چې بېګا خپره شوه وويل شول، د جنرل سلېماني او ملګرو د پاکو جنازو وړومبې مراسم به سبا د ايتوار په  د ايران خاورې ته د هغوي د راوړلو وروسته د اتم امام حضرت امام علي رضا (ع) د ملکوتي او منورې روضې تر څنګه ترسره شي. همدارنګ بيا به په تهران کښې يې د جنازې مراسم د ګل په ورځ د جنورۍ په شپږمه اوشي او د نهې په ورځ د جنورۍ په اومه به د ايران په کرمان ښار کښې خاورو ته وسپارل شي.