د زړونو سردار جترال قاسم سلیمانی څوک ؤ ؟
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87030-د_زړونو_سردار_جترال_قاسم_سلیمانی_څوک_ؤ
د زړونو سردار جنرال قاسم سلیماني اوڅاره شجاعت او تدبیر او ځيرتیا په پام سره د ایران د ټولو قواؤ ستر قومندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د تیر ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کښې هغه ته (نشانِ ذوالفقار) ورکړ. نشان ذوالفقار د ایران ترټولو ویاړمن پوځي نشان دی چې له اسلامی انقلابه وروسته په لومړي ځل د درستو قواؤ دستر قوماندان په لاس ډګر جنرال سلیماني ته ورکړل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 04, 2020 12:50 Asia/Kabul

د زړونو سردار جنرال قاسم سلیماني اوڅاره شجاعت او تدبیر او ځيرتیا په پام سره د ایران د ټولو قواؤ ستر قومندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د تیر ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کښې هغه ته (نشانِ ذوالفقار) ورکړ. نشان ذوالفقار د ایران ترټولو ویاړمن پوځي نشان دی چې له اسلامی انقلابه وروسته په لومړي ځل د درستو قواؤ دستر قوماندان په لاس ډګر جنرال سلیماني ته ورکړل شو.

د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان ،د زړونو سردار ،د نړۍ د مستضعفانو  د چغې آوریدونکی پاسدار جنرال قاسم سلیماني که څه  هم اوس د مونږ په مینځ کې نشته،خو د هغه تفکر  او کړنې  د  ایران د  اسلامی  جمهوریت د درست ولس پشمول  د درستې نړۍ  د مستضعفینو  په زړونو کې هماغه راز د تل لپاره  انګازې کوي .

د زړونو سردار  جنرال سلیماني د ۱۳۳۵ لمریز کال د کب د میاشتې په شلمه نیټه د ایراند کرمان ولایت په یو غره یز کلي کښې زیږیدلی و. قاسم سلیمانی په هماغه ماشومتوب کې  له رغاونکو او پراختیائي چارو سره دلچسپي درلود.  هغه په دولس کلنۍ کښې  د لومړنیو زده کړو له  بشپړ ولو وروسته خپل زیږنځای پریښود او په کرمان ښار کښې ئې د ودانیو د جوړولو  کار ته مخه کړه  او په دغه کار کې ئې  ډير زر پرمختګ وکړ . د اسلامی ایران په خلاف  د ستر استعمارګر هیواد امریکا په لسمونې سره د عراق د تپلي جنګ له پيلیدوسره ئې د دفاع بیرغ پورته کړ او د جنګ لومړنیو جبهو ته لاړ او څه موده وروسته ئې د بسیج ولسي ځواک د (۴۱ ثار ا... کنډک ) قوماندان  شو او د شجاعت او میړانې او د ښه تدبیر او ځیرتیاپه  دلیل په دفاعي چاروکې مشهور شو .سردار سلیمانی د سپيڅلی د فاع  په پړاؤ کې له خپلې خوا ډير میړنتوب  او ځيرتیا نندارې ټه وړاندې کړ او په ډيرو پيچلو او سختو عملیاتو کې ئې د یوه مهم مسئول په توګه برخه  اخستې، او څو څو ځله د شهادت تر حده ټپي شوي هم ؤ خو هیڅکله  ئې  داسلامی آئيدیاؤ او د خپل ټاټوبي په دفاع کې لټي  ونه کړه او تل ئې  خپله  دنده د یوه ستر فرض په توګه ترسره کوله .

Image Caption

 

سردار سلیماني د ا یران په ضد د عراق د اته کلن تپلي  جنګ له ختمیدو وروسته بیرته کرمان ته ستون سره  او په دغې سیمې کې ئې  له هغو اشرارو سره مبارزې ته مخه کړه، چې د هیواد له ختیځو سرحدونو به ئې  پر ولس  او حکومتي اورګانونو حملې کولې.د زړونو سردار جنرال قاسم سلیماني دسپيڅلي دفاع له پړاوه رانیولې،د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قومندانۍ په پوسټ ترګمارنې پورې  د ایران او افغانستان ګډو پولو ته څيرمه  د نشه ایزوموادو د قاچاقبرو  له چینلونو سره مقابله کوله او په دغې برخې کې  ئې هم ډيرې وړتیاوې او شجاعت نندارې ته وړاندې کړ .  

سردار سلیماني په ۱۳۷۶ لمریز کال کښې د اسلامي ایران د ټولو قواؤ ستر د قومندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي له خوا تهران ته په راوغوښتلوسره هغه ته دسپاه پاسدارانو  د قدس ځواک قوماندانۍ وسپارله.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود کله سردارقاسم سلیماني ته د هغه د ډيروزیاتو ویاړونو، زړه سواندۍ او زیار په دلیل د ۱۳۸۹ لمریز کال په سلواغې میاشت کښې د ډګرجنرالۍ درجه ورکوله،نو پخپلې وینا کې ئې هغه  ژوندی شهید  وبالۀ .

Image Caption
Image Caption

 

سردار سلیماني په تیرې کابو یوې لسیزې  کښې  د ایران  د ګاونډيو هیوادونو پشمول په درستې  نړۍ کې له داعشي تکفیری ترهګرو سره د مبارزې ترټولو ستر قومندان و او په دې لارې کې ئې دعراق او سورئې پشمول په ډيرو سیمو کې د تکفیری  ترهه ګرو جرړې وچې کړي او  د هغو سیمو د ځاي حکومتونو او پوځي  اورګانونو په رسمي بلنو سره ئې هغوي ته  دپوځي سلاکارۍ  او پوځي تکتیکونو په حوالې سره خاصې رودې او کړنې ورښودلي دي . شهید سردار سلیماني به چې کومه خبره وکړه په عمل  کې به ئې حتما هغه کار ترسره کاوۀ. د  ایران د یوه مدافع حرم شهید محسن حُججي له شهادت وروسته ئې په یولړ دستورو کې  دمقاومت  مبارزانو  سره  ژمنه کړې وه  چې  یوازې د درو میاشتو په مودې کې  به د داعش  دحکومتي کرغیړنې  او تکفیری څيرې نابودي درست پخپلو سترګو وویني ، خپله  دغه ژمنه ئې له هغې ژمنې  هم په کم وخت کې  پوره کړه  او دعراق او سورئې له درستو ټاټوبو ئې د  تکفیری  داعشیانو د تش په نامه اسلامی ریاست خوب له پوره کیدا مخکې هم د ځلوب په توګه  دنړۍ نندارې ته وړاندې کړ.سردار قاسم سلیماني  له یوه غوره او مدبّر قوماندان سره سره  یو ډيپلوماټ هم ؤ، په ډيرو  موردونو کې ئې د ایران د خارجه وزیرترڅنګ په خبرواترو کې ګډون درلود.

Image Caption

 

د زړونو سردار جنرال قاسم سلیماني  اوڅاره شجاعت او تدبیر او ځيرتیا په پام سره   د ایران د  ټولو قواؤ ستر قومندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د تیر ۱۳۹۷ کال په کب میاشت  کښې هغه ته  (نشانِ ذوالفقار) ورکړ. نشان ذوالفقار د ایران ترټولو ویاړمن پوځي نشان دی چې له اسلامی انقلابه وروسته په لومړي ځل د درستو قواؤ دستر قوماندان په لاس   ډګر جنرال سلیماني ته ورکړل شو.

د آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په وینا: هغه د اسلام او د امام خمیني د مکتب یوه مشهوره روزل شوې بیلګه وه او خپل ټول عمر ئې د خدای تعالی په لاره کښې په جهاد او د بې وځلو او مستضعفینو او مظلومو ولسونو دمظلومیّت د چغې په آوریدو سره له هغوي سره په مرستې کښې تیر کړ. شهادت، په دې ټولو کلونو کښې د  سردار سلیماني یوه دزړه  له کومې غوښتنه وه .بلاخره ئې هم  د بې ځنډه زیار هلوځلو  او د مظلومیّت د چغې د آوریدو لپاره د شپې ورځې  دتدبیرونو او میړنتوب  انعام ترلاسه کړ او د اسلام او اسلامی امت او اسلامی ټاټوبو په دفاع او ساتنې کې ئې  ځان په دغې لارې کې قربان کړ اوپه همدې خاطر وه چې  د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه ي د هغه دشهادت په مناسبت پخپل پیغام کې فرمائيلي دي؛شهید سلیماني د اهل بیت علیهم  السلام  پاکو ارواحو پخپلې غیږې کې  اخستی دی . دوی فرمائيلي دي ،شیهد سلیماني لاړ آسماني شو، خو دهغه په څير نور ډير میړني او شجاع  مبارزان شته چې د هغه  پاکې او سپيڅلې لارې ته به دوام ورکړي  اوباید ووایم چې  ددغه مظلوم شهید د وینو غچ  د جنایتکارو او وحشي ډوله قاتلانو  په انتظار کښې دی  او د اسلامی مبارزانو بری ډیر نزدې دی .

Image Caption

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************