د زړونو سردار جترال قاسم سلیمانی څوک ؤ ؟
د زړونو سردار جترال قاسم سلیمانی څوک ؤ ؟
د زړونو سردار جنرال قاسم سلیماني اوڅاره شجاعت او تدبیر او ځيرتیا په پام سره د ایران د ټولو قواؤ ستر قومندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د تیر ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کښې هغه ته (نشانِ ذوالفقار) ورکړ. نشان ذوالفقار د ایران ترټولو ویاړمن پوځي نشان دی چې له اسلامی انقلابه وروسته په لومړي ځل د درستو قواؤ دستر قوماندان په لاس ډګر جنرال سلیماني ته ورکړل شو.
د ایران د اسلامی جمهوریت د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندان ،د زړونو سردار ،د نړۍ د مستضعفانو د چغې آوریدونکی پاسدار جنرال قاسم سلیماني که څه هم اوس د مونږ په مینځ کې نشته،خو د هغه تفکر او کړنې د ایران د اسلامی جمهوریت د درست ولس پشمول د درستې نړۍ د مستضعفینو په زړونو کې هماغه راز د تل لپاره انګازې کوي .
د زړونو سردار جنرال سلیماني د ۱۳۳۵ لمریز کال د کب د میاشتې په شلمه نیټه د ایراند کرمان ولایت په یو غره یز کلي کښې زیږیدلی و. قاسم سلیمانی په هماغه ماشومتوب کې له رغاونکو او پراختیائي چارو سره دلچسپي درلود. هغه په دولس کلنۍ کښې د لومړنیو زده کړو له بشپړ ولو وروسته خپل زیږنځای پریښود او په کرمان ښار کښې ئې د ودانیو د جوړولو کار ته مخه کړه او په دغه کار کې ئې ډير زر پرمختګ وکړ . د اسلامی ایران په خلاف د ستر استعمارګر هیواد امریکا په لسمونې سره د عراق د تپلي جنګ له پيلیدوسره ئې د دفاع بیرغ پورته کړ او د جنګ لومړنیو جبهو ته لاړ او څه موده وروسته ئې د بسیج ولسي ځواک د (۴۱ ثار ا... کنډک ) قوماندان شو او د شجاعت او میړانې او د ښه تدبیر او ځیرتیاپه دلیل په دفاعي چاروکې مشهور شو .سردار سلیمانی د سپيڅلی د فاع په پړاؤ کې له خپلې خوا ډير میړنتوب او ځيرتیا نندارې ټه وړاندې کړ او په ډيرو پيچلو او سختو عملیاتو کې ئې د یوه مهم مسئول په توګه برخه اخستې، او څو څو ځله د شهادت تر حده ټپي شوي هم ؤ خو هیڅکله ئې داسلامی آئيدیاؤ او د خپل ټاټوبي په دفاع کې لټي ونه کړه او تل ئې خپله دنده د یوه ستر فرض په توګه ترسره کوله .
سردار سلیماني د ا یران په ضد د عراق د اته کلن تپلي جنګ له ختمیدو وروسته بیرته کرمان ته ستون سره او په دغې سیمې کې ئې له هغو اشرارو سره مبارزې ته مخه کړه، چې د هیواد له ختیځو سرحدونو به ئې پر ولس او حکومتي اورګانونو حملې کولې.د زړونو سردار جنرال قاسم سلیماني دسپيڅلي دفاع له پړاوه رانیولې،د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د قومندانۍ په پوسټ ترګمارنې پورې د ایران او افغانستان ګډو پولو ته څيرمه د نشه ایزوموادو د قاچاقبرو له چینلونو سره مقابله کوله او په دغې برخې کې ئې هم ډيرې وړتیاوې او شجاعت نندارې ته وړاندې کړ .
سردار سلیماني په ۱۳۷۶ لمریز کال کښې د اسلامي ایران د ټولو قواؤ ستر د قومندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي له خوا تهران ته په راوغوښتلوسره هغه ته دسپاه پاسدارانو د قدس ځواک قوماندانۍ وسپارله.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود کله سردارقاسم سلیماني ته د هغه د ډيروزیاتو ویاړونو، زړه سواندۍ او زیار په دلیل د ۱۳۸۹ لمریز کال په سلواغې میاشت کښې د ډګرجنرالۍ درجه ورکوله،نو پخپلې وینا کې ئې هغه ژوندی شهید وبالۀ .
سردار سلیماني په تیرې کابو یوې لسیزې کښې د ایران د ګاونډيو هیوادونو پشمول په درستې نړۍ کې له داعشي تکفیری ترهګرو سره د مبارزې ترټولو ستر قومندان و او په دې لارې کې ئې دعراق او سورئې پشمول په ډيرو سیمو کې د تکفیری ترهه ګرو جرړې وچې کړي او د هغو سیمو د ځاي حکومتونو او پوځي اورګانونو په رسمي بلنو سره ئې هغوي ته دپوځي سلاکارۍ او پوځي تکتیکونو په حوالې سره خاصې رودې او کړنې ورښودلي دي . شهید سردار سلیماني به چې کومه خبره وکړه په عمل کې به ئې حتما هغه کار ترسره کاوۀ. د ایران د یوه مدافع حرم شهید محسن حُججي له شهادت وروسته ئې په یولړ دستورو کې دمقاومت مبارزانو سره ژمنه کړې وه چې یوازې د درو میاشتو په مودې کې به د داعش دحکومتي کرغیړنې او تکفیری څيرې نابودي درست پخپلو سترګو وویني ، خپله دغه ژمنه ئې له هغې ژمنې هم په کم وخت کې پوره کړه او دعراق او سورئې له درستو ټاټوبو ئې د تکفیری داعشیانو د تش په نامه اسلامی ریاست خوب له پوره کیدا مخکې هم د ځلوب په توګه دنړۍ نندارې ته وړاندې کړ.سردار قاسم سلیماني له یوه غوره او مدبّر قوماندان سره سره یو ډيپلوماټ هم ؤ، په ډيرو موردونو کې ئې د ایران د خارجه وزیرترڅنګ په خبرواترو کې ګډون درلود.
د زړونو سردار جنرال قاسم سلیماني اوڅاره شجاعت او تدبیر او ځيرتیا په پام سره د ایران د ټولو قواؤ ستر قومندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د تیر ۱۳۹۷ کال په کب میاشت کښې هغه ته (نشانِ ذوالفقار) ورکړ. نشان ذوالفقار د ایران ترټولو ویاړمن پوځي نشان دی چې له اسلامی انقلابه وروسته په لومړي ځل د درستو قواؤ دستر قوماندان په لاس ډګر جنرال سلیماني ته ورکړل شو.
د آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په وینا: هغه د اسلام او د امام خمیني د مکتب یوه مشهوره روزل شوې بیلګه وه او خپل ټول عمر ئې د خدای تعالی په لاره کښې په جهاد او د بې وځلو او مستضعفینو او مظلومو ولسونو دمظلومیّت د چغې په آوریدو سره له هغوي سره په مرستې کښې تیر کړ. شهادت، په دې ټولو کلونو کښې د سردار سلیماني یوه دزړه له کومې غوښتنه وه .بلاخره ئې هم د بې ځنډه زیار هلوځلو او د مظلومیّت د چغې د آوریدو لپاره د شپې ورځې دتدبیرونو او میړنتوب انعام ترلاسه کړ او د اسلام او اسلامی امت او اسلامی ټاټوبو په دفاع او ساتنې کې ئې ځان په دغې لارې کې قربان کړ اوپه همدې خاطر وه چې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه ي د هغه دشهادت په مناسبت پخپل پیغام کې فرمائيلي دي؛شهید سلیماني د اهل بیت علیهم السلام پاکو ارواحو پخپلې غیږې کې اخستی دی . دوی فرمائيلي دي ،شیهد سلیماني لاړ آسماني شو، خو دهغه په څير نور ډير میړني او شجاع مبارزان شته چې د هغه پاکې او سپيڅلې لارې ته به دوام ورکړي اوباید ووایم چې ددغه مظلوم شهید د وینو غچ د جنایتکارو او وحشي ډوله قاتلانو په انتظار کښې دی او د اسلامی مبارزانو بری ډیر نزدې دی .
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************************************