عبدالمهدی وویل شهید سلیمانی د عراق حکومت میلمه وو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87061-عبدالمهدی_وویل_شهید_سلیمانی_د_عراق_حکومت_میلمه_وو
ټاکل شوی وه چی د جمعې په سهار له شهید سلیمانی سره په کتنه کې د عربستان لیک ته د ایران ځواب چی مخکې بغداد هغه تهران ته ورکړې وو ، ترلاسه شی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 06, 2020 02:56 Asia/Kabul
  • عبدالمهدی وویل شهید سلیمانی د عراق حکومت میلمه وو

ټاکل شوی وه چی د جمعې په سهار له شهید سلیمانی سره په کتنه کې د عربستان لیک ته د ایران ځواب چی مخکې بغداد هغه تهران ته ورکړې وو ، ترلاسه شی

د عراق  د چارو پرمخ وړونکی لومړی وزیر عادل عبدالمهدی وویل ډګر جنرال قاسم سلیمانی د عراق حکومت په بلنه بغداد ته سفر کړې وو .

د عراق رسمی خبری اژانس له راپور سره سم د عراق  د چارو پرمخ وړونکی لومړی وزیر عادل عبدالمهدی د پارلیمان په غونډه کې زیاته کړه ټاکل شوی وه چی د جمعې په سهار له شهید سلیمانی سره په کتنه کې د عربستان لیک ته د ایران ځواب چی مخکې بغداد هغه تهران ته ورکړې وو ، ترلاسه شی . عبدالمهدی ایران ته د عربستان د لیک محتوا په سیمه کی د تاوتریخوالی کمول اعلان کړی دی . د عادل عبدالمهدی دا څرګندونې د امریکایانو د هغې ادعا په اپوټه دی چی عراق ته دشهید سلیمانی د سفر هدفونه پوځی وو .

سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی ،د حشد الشعبی ځواک مرستیال ابومهدی المهندس او نور اته ملګری یې د جمعې په سهار  د عراق بغداد هوایی ډګر ته نږدې د امریکایی ترهه ګرو او تیری ګرو ځواکونو په هوایی حمله کې شهیدان  شول