د اروپا سټراټیجکه تیروتنه د سیمې په حقیقتونو ناپوهي ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جرمني او انګلستان له خارجه وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کښې د سیمې د واقعیتونو نه درک کول د اروپا سټراټیجکه غلطي وبلله.
د جرمني او انګلستان خارجه وزیرانو هایکو ماس او ډومینیک راب پرون مازیګر له خپل ایراني همرتبه محمد جواد ظریف سره په جلاجلا ټیلیفوني خبرو کښې د وروستیو سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو او ایټمي موافقې په هکله د نظر تبادله وکړه.
ظریف په دغو خبرواترو کښې د جرمني او بریطانیې له وروستیو دریځونو د ایران د ناخوښۍ په اعلانولو او په امریکې باندې په سختې نیوکې سره، واشنګټن په سیمه کښې په تیره بیا د سردار ډګر جنرال قاسم سلیماني له ټرور وروسته د هر ډول شخړې او ناامنۍ مسئول وباله.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان په ایټمي موافقه کښې د خپلو ژمنو په ترسره کولو کښې د اروپایانو په بې عملۍ باندې په نیوکې سره، د تهران جبیره ناک ګامونه د ایټمي موافقې په چوکاټ کښې د ایران طبیعي حق باله او د دې حالت د مخنیوي یوازنۍ لاره یې د اروپایانو له خوا د خپلو ژمنو پوره کول وبلل.
د جرمني او انګلستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم په دغو ټیلیفوني اړیکو کښې په سیمه کښې د شخړې د زیاتیدو په مخنیوي ټینګار وکړ.