امریکا ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شی
امریکا ته به غاښ ماتونکی ځواب ورکړل شی
که د ټرمپ جنایتکار اقدام ته ځواب ورنکړل شی ، نو هغه به دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د ټولو لپاره یو دایمی ګواښ جوړ شی .
زمونږ خبریال راپورراکړ د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود ددفاعی چارو ځانګړی سلاکار حسین د هقان بیګا د ایران دوهم ټیلیویژنی چینل سره په خصوصی پروګرام کې یو ځل بیا ګواښ کړی ، امریکا به ډیر زر د ایران د شجاع ملت او د نړۍ د نورو درستو پتمنو ملتونو له خوا کلک او غاښ ماتونکی ځواب ترلاسه کړی ،څو یو ښه درس ئې شی .
حسین دهقان همداراز په عراق کې د امریکا وروستیو شپو ورځو خوځښتونو په باب هم وئیلی دی ، امریکایان له خپل وروستی جنایته وروسته لالهانده شوی او پخپل چلند کې د یوه خاص کړچار په لور روان دی .
سردار حسین دهقان زیاته کړې ډونالډټرمپ ښودلې چې له هماغې ورځې چې واک ته رسیدلی په بشپړ ډول یو جنایتکار صهیونیسټی دی او دلچسپی لری ، داسې اقدامات وکړی ، چې صهیونیسټان ئې غواړی .
هغه په ډاګه کړې که د ټرمپ جنایتکار اقدام ته ځواب ورنکړل شی ، نو هغه به دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د ټولو لپاره یو دایمی ګواښ جوړ شی .