د امریکا حکومتی ترهه ګرۍ سره هراړخیزه مبارزه د وخت ضرورت دی
د امریکا حکومتی ترهه ګرۍ سره هراړخیزه مبارزه د وخت ضرورت دی
د ترکیې دپارلیمان مشر ددې خبرې په کولو سره چې د سردار سلیمانی له شهادت وروسته د سیمې دامنیت او ثبات په باب اندیښمن یوو، د ډله ایز امنیت د رامینځةکولو لپاره ئې د سیمې د هیوادونو پر ملګرتیا او همغږۍ ټینګار وکړ .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی بیګا د ترکیې د پارلیمان له مشر مصطفی شنتوب سره په ټیلیفونی تماس کې وئیلی دی ، په بیلابیلوزمینو کې د ایران او ترکیې ملګرتیاوې په لویدیځی آسیا سیمې کې په امنیت ټینګولو کې اغیز شیندونکی کیدلی شی .
د ترکیې دپارلیمان مشر د جنرال قاسم سلیمانی دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره روښانه کړې ده ، د امریکا دغه جنایتکار اقدام د نړیوالو حقوقو او اصولو مسلمه خلاف ورزی ده او باید مخه ئې ونیول شی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د سردار سلیمانی له شهادت وروسته د سیمې دامنیت او ثبات په باب اندیښمن یوو، د ډله ایز امنیت د رامینځةکولو لپاره ئې د سیمې د هیوادونو پر ملګرتیا او همغږۍ ټینګار وکړ .