د امریکا حکومتی ترهه ګرۍ سره هراړخیزه مبارزه د وخت ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87113-د_امریکا_حکومتی_ترهه_ګرۍ_سره_هراړخیزه_مبارزه_د_وخت_ضرورت_دی
د ترکیې دپارلیمان مشر ددې خبرې په کولو سره چې د سردار سلیمانی له شهادت وروسته د سیمې دامنیت او ثبات په باب اندیښمن یوو، د ډله ایز امنیت د رامینځةکولو لپاره ئې د سیمې د هیوادونو پر ملګرتیا او همغږۍ ټینګار وکړ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jan 08, 2020 04:22 Asia/Kabul
  • د امریکا حکومتی ترهه ګرۍ سره هراړخیزه مبارزه د وخت ضرورت دی

د ترکیې دپارلیمان مشر ددې خبرې په کولو سره چې د سردار سلیمانی له شهادت وروسته د سیمې دامنیت او ثبات په باب اندیښمن یوو، د ډله ایز امنیت د رامینځةکولو لپاره ئې د سیمې د هیوادونو پر ملګرتیا او همغږۍ ټینګار وکړ .

  زمونږخبریال راپور راکړ د  ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی بیګا د ترکیې د پارلیمان له مشر  مصطفی شنتوب سره په ټیلیفونی تماس کې وئیلی دی ، په بیلابیلوزمینو کې د ایران او ترکیې ملګرتیاوې  په لویدیځی آسیا سیمې کې  په امنیت ټینګولو کې اغیز شیندونکی کیدلی شی .

د ترکیې  دپارلیمان  مشر د جنرال قاسم سلیمانی دشهادت په مناسبت په تسلیّت وئیلو سره روښانه کړې ده ،  د امریکا دغه جنایتکار اقدام  د نړیوالو حقوقو او اصولو مسلمه خلاف ورزی ده او باید  مخه ئې ونیول شی .

  هغه ددې خبرې په کولو سره چې د سردار سلیمانی له شهادت وروسته د سیمې دامنیت  او ثبات په باب اندیښمن یوو، د ډله ایز امنیت د رامینځةکولو لپاره ئې د  سیمې د هیوادونو پر ملګرتیا او همغږۍ ټینګار وکړ .