پاسدارانو لښکر د امریکایانو احتمالي غبرګون ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87118-پاسدارانو_لښکر_د_امریکایانو_احتمالي_غبرګون_ته_خبرداری_ورکړ
د سردار سلامي صلاحکار: د امریکایانو هر ډول غبرګون، په لویدیځې آسیا کښې د هغې د ټولو ګټو د سوځیدو سبب کیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 08, 2020 07:54 Asia/Kabul
  • پاسدارانو لښکر د امریکایانو احتمالي غبرګون ته خبرداری ورکړ

د سردار سلامي صلاحکار: د امریکایانو هر ډول غبرګون، په لویدیځې آسیا کښې د هغې د ټولو ګټو د سوځیدو سبب کیږي.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر قومندان صلاحکار د عراق په عین الاسد پوځي اډه کښې له امریکایي ترهګرو د ایران سخت غچ ته په اشارې سره وویل: د امریکایانو هر ډول غبرګون، په لویدیځې آسیا کښې د هغې د ټولو ګټو د سوځیدو سبب کیږي.

حمید رضا مقدم فر نن تسنیم خبري آژانس ته په مرکه کښې څرګنده کړه: د امریکې له خوا هر ډول غبرګون به د ایران او د مقاومتي جبهې د ټولګې د عمل شدت لازیات کړي ځکه چې په سیمه کښې د امریکایانو مهم مرکزونه او ګټې د مقاومت د ځواکونو په شیش کښې دي.

مقدم فر زیاته کړه: د سپاه پاسداران انتقام په ډیره لوړه سویه او په عراق کښې د امریکایانو په ډیرې مهمې اډې کښې شوې دي چې په دغه هیواد کښې د امریکې په پلازمینې مشوره ده او پاسدارانو د لښکر د عمل دا چټکتیا د ستاینې وړ ده.

هغه په دې خبرې سره چې امریکایان د ایران د دغه اقدام له امله د رامینځته شوي سپکاوي منلو ته مجبور دی، څرګنده کړه: د ابتدايي معلوماتو له مخې دغې سترې اډې ته سخت تاوان رسیدلی دی، که څه هم امریکایان هڅه کوي چې دغه حقیقت پټ کړي.

مقدم فر وايي، د ایران د اسلامي جمهوریت دې حملې امریکایان پوه کړل چې ایران ډیر په اسانه د هغوي مهم مرکزونه په نښه کولی شي او له دې وروسته به هم د امریکې د ګټو خلاف هر ډول اقدام ترسره کړی شي.

د سپاه پاسداران د مشر قومندان صلاحکار یادونه وکړه چې بیګانیو عملیاتو د امریکې د توغندوي دفاع سیسټم کمزوري په ډاګه کړه او د ایران ټول میزایلونه په ټاکلو اهدافو ولګیدل.