ایران به د امریکې د تیروتنې په بڼه کښې پریکنده ځواب ورکړي
Jan 08, 2020 12:41 Asia/Kabul
ظریف: د ایران اسلامي جمهوریت به د امریکې هر ډول تیروتنې ته غوڅ ځواب ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له امریکايي ترهګرو د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران سخت انتقام ته په اشارې سره وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د امریکې هر ډول تیروتنې ته غوڅ ځواب ورکړي.
محمد جواد ظریف نن د کابینې له غونډې وروسته وویل: امریکا په لویدیځې آسیا کښې خپلې وروستۍ ورځې تیروي او دغه هیواد به په دې سیمه کښې هیڅ راتلونکی ونه لري.
هغه د امریکې د حکومت ترهګر اقدام ته د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي ځواب ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د کار پاې، له سیمې د امریکې وتل دي چې پوځي اقدام ته ته ضرورت نه لري.
ټیګونه