د شهید سردارکړن لارې ته به دوام ورکړو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87150-د_شهید_سردارکړن_لارې_ته_به_دوام_ورکړو
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په یوې وینا کې وئیلی ، دا دامریکاجنایتکار پوځ ته یوه څپیړه وه او غچ به هاله واخستل شی چې دغه جنایتکار او ترهه ګرپوځ له سیمې وشړل شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2020 10:23 Asia/Kabul
  • د شهید سردارکړن لارې ته به دوام ورکړو

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په یوې وینا کې وئیلی ، دا دامریکاجنایتکار پوځ ته یوه څپیړه وه او غچ به هاله واخستل شی چې دغه جنایتکار او ترهه ګرپوځ له سیمې وشړل شی .

زمونږخبریال راپور راکړ  د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د خدای بخښلی قوماندان او د زړونو دسردار  جنرال قاسم سلیمانی د درنښت دستورې نن  په امام خمینی حسینې کې د  اسلامی انقلاب د  معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ای په شتون سره ترسره شوې.

په دغو دستورو کې   ویناوالو  دمقاومتی جبهې د دغه شجاع کمانډر په ژوندرڼا واچوله او  همداراز  ویر او ماتم وشو . 

جنرال سلیمانی  د جنورۍ په دریمه دجمعې په سهار وختی  چې د عراق د حکومت په رسمی بلنې سره  دغه هیواد ته تللی ، دبغداد له هوائی ډګر سره نزدې  د جنایتکار او تیریګر امریکائی پوځ  د ډرون په حملې کې  سره د  یوشمیر  مبارزو ملګرو شهید شو .

Image Caption

 

داپه داسې حال کې دی چې  د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو  توغندوی یونټ  پرون  سهار وختی  د امریکا ددغه ستر جنایت په غچ کې دعراق په الانبار ولایت کې په  عین الاسد امریکائی پوځی مرکز باندې  پنځلس بالیسټک توغندی ویشتی  چې وئیل کیږی جنایتکار امریکائی پوځ ته ئې ډیر  ځانی اومالی تاوانونه اړولی دی،چې دایران د دغه  فوری غچ اخستونکی اقدام په درستې اسلامی نړۍ  کې ستاینه کیږی او امریکا یو ځل بیا په  درستې نړۍ کې  شرمیدلی او سربداله شوی ده .

د ایران دسپاه پاسدارانو ددغه غچ اخستونکی اقدام  وروسته  د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای په یوې وینا کې وئیلی ، دا  دامریکاجنایتکار پوځ ته یوه څپیړه وه  او غچ به هاله واخستل شی چې دغه جنایتکار او ترهه ګرپوځ له سیمې وشړل شی  .

Image Caption