ایران د نړیوالې ملګرتیا هرکلی کوي
(last modified Sun, 12 Jan 2020 03:08:31 GMT )
Jan 12, 2020 07:38 Asia/Kabul
  • ایران د نړیوالې ملګرتیا هرکلی کوي

د اسلامي ایران ولسمشر وویل: تهران د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو د پیښې د کره علت د روښانه کیدو لپاره د هر ډول نړیوالې ملګرتیا هرکلی کوي.

ولسمشر حسن روحاني بیګا د کاناډا له وزیراعظم جسټین ټروډو Justin Trudeau سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو له پیښې د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه: د دې پیښې وجوهاتو ته د لاسرسۍ په لړ کښې ګټه ور تحقیقات شوې دي او تکمیلي څیړنې هم په پوره ځیرتیا او چټکتیا سره روانې دي.

هغه وویل چې دغه پيښه د ایران او کاناډا د خلکو او د هغو نورو ولسونو لپاره ډیره دردونکې او له غم ډکه ده چې ښاریزو یې په دغې الوتکې کښې سفر کوه.

د کاناډا وزیراعظم هم په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې په یاده پيښه کښې د رامینځته شوې وژلې په اړه د تسلیت په ویلو سره وویل: کاناډا د دې پیښې په هکله د ضروري تحقیقاتو لپاره له ایران سره هر ډول ملګرتیا ته تیاره ده.

جسټین ټروډو له کاناډايي ښاریزو سره د ایران د کنسولي همکاریو په قدرونې سره، په بیلابیلو برخو کښې د دواړو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ملګرتیا او تعاملاتو د پراختیا هرکلی وکړ.