د برطانيې سفير د ايران خارجه وزارت ته حاضر کړے شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87236-د_برطانيې_سفير_د_ايران_خارجه_وزارت_ته_حاضر_کړے_شو
په تهران کښې د برطانيې سفير په غېرقانوني جمګټو کښې د ګډون کولو او د نامتعارفه چلند په وجه پرون د ايران خارجه وزارت ته حاضر کړے شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2020 02:01 Asia/Kabul
  • د برطانيې سفير د ايران خارجه وزارت ته حاضر کړے شو

په تهران کښې د برطانيې سفير په غېرقانوني جمګټو کښې د ګډون کولو او د نامتعارفه چلند په وجه پرون د ايران خارجه وزارت ته حاضر کړے شو.

په تهران کښې د برطانيې سفير رابرټ مېک اير ته وويل شول چې په غېر قانوني جمګټو او غونډو کښې د بهرنيو سفيران ګډون کول د خپل هېواد د سياسي نمائندګانو په توګه د هغوي له ذمه واريو سره هيڅ تعلق نه لري او د ويانا د ډېپلومېټکو تعلقاتو د ۱۹۶۱ کنونشن د مفاد په خلاف چاره ده او د برطانيې حکومت پکار دي په دې اړه وضاحت وکړي.

د برطانيې سفير د تهران د امير کبير پوهنتون مخې ته په يوې غېر قانوني جمګټه کښې د ګډون په وجه ونيوے شو خو د ډېپلومېټک تحفظ او د خپل هويت له څرګندولو وروسته آزاد کړے شو.