ظریف د برجام په اروپايي لورو نیوکه وکړه
د ایران خارجه وزیر: بریطانیا، فرانسه او جرمني نه شي کولې چې د امریکې په تعظیم سره برجام وژغوري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي موافقې د اروپايي لورو په کړچار باندې په نیوکې سره وویل: بریطانیا، فرانسه او جرمني نه شي کولې چې د امریکې په تعظیم سره برجام وژغوري.
محمد جواد ظریف بیګا په خپل ټویټر کښې ولیکل: په تیرو شلو میاشتو کښې د ایټمي موافقې دریو اروپايي هیوادونو (بریطانیې، فرانسې او جرمني) د امریکې له خوا د ډیکټی کیدونکي سیاست په وړاندې د تعظیم د سیاست پیروي وکړه او په هم دې وجه دغه موافقه په خطر کښې لویدلې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دغه درې اروپايي هیوادونو ایټمي موافقه ژغورلې شي خو د امریکې په وړاندې د تعظیم د سر په ټیټولو او په ژمن لوري (ایران) باندې د باؤ په راوړلو سره نه بلکې پکار دي چې د خپلو ژمنو په اجرا کولو کښې له جرأته کار واخلي.