د امریکانو په حماقت سره به بل سخت ګوزار ورکړل شی
اسلامی ایران بلاغواړو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکوي
امریکایان له توغندی حملې وروسته پوه شوی چې که بیا ئې کوم حماقت وکړ ، نو له دې به هم لاسخت او کلک ځواب ووینی .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د ا سلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمی بیګا د ترکیې له دفاع وزیر جنرال خلوصی آکار سره په ټیلیفونی تماس کې زیاته کړې ، امریکایانو یو ځل بیا خپله جنایتکاره څیره دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړې او خپل ترهه ګرماهیّت ئې پر ټولو اثبات کړی دی .
سردار حاتمی د شیهد جنرال قاسم سلیمانی په ترور کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ سټراټژیکې او محاسباتی تیروتنې ته پ اشارې سره روښانه کړې ،د جنرال سلیمانی او ورسره دملګرو شهادت به هیڅکله هم د مقاومت د پای ټکی نشی او د مقاومت د چورلیز په ګردو کې د تازه وینې د جریان لامل شی .
داسلامی ایران دفاع وزیر ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ایران له ځانه په دفاع کې په محدود اقدام او له ځای توغندوی توانه په استفادې سره د امریکا ستر پوځی مرکز په نښه کړی ،وئیلی دی ، امریکایان له دغه اقدامه وروسته پوه شوی چې که بیا ئې کوم حماقت وکړ ، نو له دې به هم لاسخت او کلک ځواب ووینی .
د ترکیې دفاع وزیر خلوصی آکار هم په دغه تماس کې دجنرال سلیمانی د شهادت په مناسبت په تسلیّت و ئیلو سره وئیلی ، په سیمې کې د تاؤتریخوالی او بې ثباتۍ رامینځةکول د سیمې دیوه هیواد په ګټه هم نه دی . هغه زیاته کړې ، انقره تل د دوو اړخیزو او سیمه ایزو موضوعګانو په باب له تهران سره د تعاملاتو د دوام غوښتونکی ده .