د تهران د مرغومې د اته ویشتمې نیټې ځینې مطبوعات
د خلکو د غچ کوکه د سپاه د توغندویو سونګ وو
د ایران ټولو ورځپاڼو د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کې د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای مهو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی .
کیهان ورځپاڼۍ هم په خپل لومړی مخ د لکونو خلکو انځور چاپ کړی دی چی په جمعې لمانځه کې شرکت کړی دی او د رهبرۍ د ستر مقام له مهمو ویناو دغو ټکیو ته اشاره کړی ده چی فرمایلی یې دی د خلکو د غچ کوکه د سپاه د توغندویو سونګ وو .ورځپاڼې په دې هکله په یوه مفصل راپور کی لیکلی دی د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا...العظمی سیدعلی خامنه ای د تهران د جمعې لمانځه په خطبوکې روښانه کړه که په شخصی او ټولنیزو مسئلو کې آسانتیاوې او حل غواړو نو باید الهی تقوا ته مخه کړو ، ټول باید هڅه وکړو چې الهی تقوا دخپل کار معیار وګرځوو .
د تهران د جمعې لمانځه خطبې له نهو کلونو وروسته یو ځل بیا د ولی امر مسلمین په امامت سره په داسې حال کې ترسره شوی ، چې په سیمې کې حالات د پردیو په لاسوهنې او دسیسو جوړونې سره تر ډیره حده خراب دی او په همداوروستیو کې د مقاومتی چورلیز د نامتو او خدای غواړی قوماندان جنرال قاسم سلیمانی او دهغه د ملګرود شهادت او وینې په برکت سره په سیمې په تیره بیا دایران او عراق په ولسونو کې د اتحاد اویووالی نغارې غږولی او په سیمې کې یو ځل بیا د استعمار ګر او جنایتکار استکباری او نړیوال ترهه ګر امریکائی حکومت په ضد کرکه اونفرت اوج ته رسیدلی او داسې ښکاری په سیمې کې د امریکائی ترهه ګرو پوځیانو دپاتکیدو نور هیڅ ځای نه دی پاتې شوی .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمائیلی دی ، دعراق په عین الاسد امریکائی ترهه ګر پوځی مرکز باندې د سپاه پاسدارانو توغندوی حمله یو داسې سخت او دروند ګوزار ؤ چې د امریکا د زبرځواکۍ باؤؤ ئې مات کړ او د الهی نصرت او مرسته او دایران پیاوړی قدرت ئې نندارې ته وړاندې کړ او درستې نړۍ ته ئې وښودله چې د ایران ملت هیڅکله هم هغه خبره چې ئې وکړی ،نو په عمل کې ئې هماغه شان کوی .
د مسلمینو ولی امر دخپلو خطبو په دوام کې روښانه کړې ،تیرې دوې اونۍ پر مونږ ډیرې سختې تیرې شوی په دغو کابو دو اونیو کې د ایران د ملت لپاره د زیات درس زده کونکی پیښې رامینځة شوی، ځینی تراخې او ځینی هم ډیرې خوږې پیښې وې چې باید د تل لپاره په یاد وساتل شی. دوی روښانه کړې ، د امریکا جنایتکارو تیریګر او وحشی ډوله حکومت پر مخ د درندې څپیړې ورځ او د مقاومت د چورلیز د قوماندان جنرال قاسم سلیمانی د جنازې د دستورو شپې ورځې باید د یوم ا... په توګه یاد وساتل شی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود روښانه کړې ، د ایران ملت دغه دوه ورځې یعنی د مقاومت د شهیدانو د جنازو د دستورو ورځ او دامریکا په مخ د درندې څپیړې ورځ ایام ا... دی او د تاریخ یوه مهمه برخه ئې جوړه کړې ده دا کومې عادی ورځې نه وې . دا چې یو میړنی ملت دا روحیه او توان لری ، چې یوه کبرجن او سرزوری جنایتکار حکومت یعنی د امریکا په مخ درنده څپیړه وهی ،نو دا د الهی قدرت د لاس نښه ده ، په همدې خاطر دا ورځ د ایام ا.... برخه ده . دغه شپې ورځې پای ته رسیدلی خو اغیزې ئې د ملتونو په ژوند کې تل پاتې کیږی . د ملتونو روحیه ، د ملتونو کړنې ، ملتونو لاره ئې مشخصه کړې ده او اغیزې ئې هم تل پاتې شوی دی .
د رهبرۍ سترمقام همداراز فرمایلی دی د خبرو اترو میز شا ته جنټلمینان هماغه د بغداد د هوایی ډګر ترهه ګر دی .
جمهوری اسلامی
دغې ورځپاڼۍ هم د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کی د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ویناو په اړه مفصل راپور چاپ کړی دی او په خپل لومړی مخ یې لیکلی دی د رهبرۍ ستر مقام د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کی فرمایلی دی د ایران لا پیاوړی کولو لپاره ملی همت د ایرانیانو د عزت د لارې د دوام یوازنۍ لاره ده .
نیویارک ټایمز لیکلی دی ټرمپ به د سردار سلیمانی په ترور سره د داعش د ترهه ګرې ډلګۍ ژغورونکی وپیژندل شی .
عراق له امریکا سره د ګډو عملیاتو له سره پیلول رد کړل .
انګلستان د لبنان حزب ا...غورځنګ په بشپړه توګه د ترهه ګرو په لیسټ کې شامل کړ .
ظریف ویلی دی د اوکراینی الوتکې نسکوریدا دې سیاسی نه شی . د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په ټولنیز پیغام کې دعمان په مسقط کې د کینیډا له خارجه وزیر فرتانسوا فیلیپ شامپین سره خپلې کتنې ته په اشارې سره وئیلی دی ، دواړو لورو په دغې کتنې کې د د اوکراینی الوتکې د نسکورې د ټریژیدئ له امله د تاوانی شویو ملتونو ترمینځ د کنسولی ، تخنیکی او حقوقی ملګرتیاو په باب خبرې اترې کړی دی.
جواد ظریف ددې خبرې په کولو سره چې ایران او کینیډا خارجه وزیرانو په دغې کتنې کې د اړونده کارپیژاندو ترمینځ د اطلاعاتو د مبادلې د دوام په باب سره موافقه کړې ، ټینګار کړ یدی ، باید ددغې ټریژیدئ دسیاسی کیدا مخنیوی وشی او د ټولو تمرکز د قربانیانو پر کورنیو وشی .
له تهران سره نزدې تیره اونۍ د اوکراین دیوې مسافری الوتکې په نسکوریدا کې سوارۀټول ۱۷۶مسافران په حق رسیدلی چې په هغو کې یو سل اوه څلویښت مسافران ، د ایران او نوره د اوکراین ، سویډ ،افغانستان ، کینیډا او بریتانیا ښاریز وو .
ایران
د رهبرۍ ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د تهران د جمعې لمانځه په تاریخی خطبه کی فرمایلی دی له خبرو اترو باک نلرو خو نه له امریکا سره . د انقلاب معظم لارښود همداراز فرمایلی دی د الوتکې د نسکوریدا پیښه ډیره ترخه وه او په حقیقی معنا زمونږ زړونه یې وسوزول .
د چین د خارجه وزارت ویاند وانګ يي وویل دغه هیواد د کشمیر مسله د ملګروملتونو د منشور او د امنیت شورا د پریکړه لیکونو پراساس حل کیدل غواړي .
د عراق دعین الاسد دمرکزټپیان جرمنی اوکویت ته وړل شوی . د واشنګټن چارواکو تر دې دمه ادعا کوله چې په عین الاسد پوځی مرکز د ایران توغندوی حملې هیڅ ډ ول مرګ ژوبلې نه دی ا ړولی خو اوس ورو ورو رسندویو ته د حملې معلومات ورکوی .
د ایران دفاع وزیر ښاغلی حاتمی ویلی دی امریکا د ایران توغندوی توان ته تسلیمه شوه .