ظریف د زلزلې په وجه له ترکیې سره خواخوږي څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87516-ظریف_د_زلزلې_په_وجه_له_ترکیې_سره_خواخوږي_څرګنده_کړه
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ترکیې کښې له وروستۍ زلزلې وروسته د دغه هیواد له حکومت او ولس سره غمرازي وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2020 02:35 Asia/Kabul
  • ظریف د زلزلې په وجه له ترکیې سره خواخوږي څرګنده کړه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ترکیې کښې له وروستۍ زلزلې وروسته د دغه هیواد له حکومت او ولس سره غمرازي وکړه.

محمد جواد ظریف د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د دغه هیواد په وروستۍ زلزله کښې د سر بایلونکو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره د زلزله ځپلو د اړتیا وړ مرستو ورلیږلو ته د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.

د ترکیې خارجه وزیر هم د ایران د حکومت او ولس د خواخوږۍ څرګندولو قدرونه وکړه.

د ویلو ده چې د جمعې په ماښام ۶.۸ ریکټره زلزلې  د ترکیې ختیځې سیمې لړزولې وې چې تراوسه په کښې لږترلږه ۱۹ تنه مړه شوي، ۷۷۲ زخمي شوي او ۳۰ تنه بې درکه شوې دي.