ظریف د زلزلې په وجه له ترکیې سره خواخوږي څرګنده کړه
Jan 26, 2020 02:35 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ترکیې کښې له وروستۍ زلزلې وروسته د دغه هیواد له حکومت او ولس سره غمرازي وکړه.
محمد جواد ظریف د ترکیې له خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو سره په ټیلیفوني خبرو کښې، د دغه هیواد په وروستۍ زلزله کښې د سر بایلونکو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره د زلزله ځپلو د اړتیا وړ مرستو ورلیږلو ته د ایران د اسلامي جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.
د ترکیې خارجه وزیر هم د ایران د حکومت او ولس د خواخوږۍ څرګندولو قدرونه وکړه.
د ویلو ده چې د جمعې په ماښام ۶.۸ ریکټره زلزلې د ترکیې ختیځې سیمې لړزولې وې چې تراوسه په کښې لږترلږه ۱۹ تنه مړه شوي، ۷۷۲ زخمي شوي او ۳۰ تنه بې درکه شوې دي.
ټیګونه