د پیړۍ د معاملې پلان د مسلمانانو د تفرقې پایله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87575-د_پیړۍ_د_معاملې_پلان_د_مسلمانانو_د_تفرقې_پایله_ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني د فلسطین پرضد د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان ته په اشارې سره وویل دغه جعلي پلان د اسلامي هیوادونو د تفرقې نتیجه ده چې صهیونیسټ رژیم او امریکا ته یې د داډول ورانکارۍ اجازه ورکړي ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2020 09:08 Asia/Kabul
  • د پیړۍ د معاملې پلان د مسلمانانو د تفرقې پایله ده

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني د فلسطین پرضد د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان ته په اشارې سره وویل دغه جعلي پلان د اسلامي هیوادونو د تفرقې نتیجه ده چې صهیونیسټ رژیم او امریکا ته یې د داډول ورانکارۍ اجازه ورکړي ده .

هغه نن د پارلمان غونډې ته په وینا کښې وویل امریکا د مسلمانانو لپاره ترټولو ستر پروګرام په نظر کښې نیولی دی چې د پیړۍ د معاملې د جعلي پلان په چوکاټ کښې د ټولو مسلمانانو سپکاوی وکړي .

لاریجاني وویل  امریکا به زر د دغو کړچارونو نتیجه وویني چې څرک یې د امریکا پرضد د عراق د ملت په پاڅون کښې ولیدل شو .

د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني دغه راز د ایران ملت ته د ګوزار د ورکولو لپاره د امریکا دسیسو ته په اشارې سره وویل د امریکا اوسنی سیاست د ایران له ملت سره هراړخیزره مقابله  او په ایران  کښې د تفرقې او د ناهیلې رامینځته کول دي خو د ایران داسلامي جمهوریت خلک او چارواکي به په یوزړه توب سره د ښمانان یوځل بیا ناکامه کړي .