د پیړۍ د معاملې پلان د مسلمانانو د تفرقې پایله ده
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني د فلسطین پرضد د امریکا د پیړۍ د معاملې پلان ته په اشارې سره وویل دغه جعلي پلان د اسلامي هیوادونو د تفرقې نتیجه ده چې صهیونیسټ رژیم او امریکا ته یې د داډول ورانکارۍ اجازه ورکړي ده .
هغه نن د پارلمان غونډې ته په وینا کښې وویل امریکا د مسلمانانو لپاره ترټولو ستر پروګرام په نظر کښې نیولی دی چې د پیړۍ د معاملې د جعلي پلان په چوکاټ کښې د ټولو مسلمانانو سپکاوی وکړي .
لاریجاني وویل امریکا به زر د دغو کړچارونو نتیجه وویني چې څرک یې د امریکا پرضد د عراق د ملت په پاڅون کښې ولیدل شو .
د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني دغه راز د ایران ملت ته د ګوزار د ورکولو لپاره د امریکا دسیسو ته په اشارې سره وویل د امریکا اوسنی سیاست د ایران له ملت سره هراړخیزره مقابله او په ایران کښې د تفرقې او د ناهیلې رامینځته کول دي خو د ایران داسلامي جمهوریت خلک او چارواکي به په یوزړه توب سره د ښمانان یوځل بیا ناکامه کړي .