ایران د ظفر سپوږمکۍ توغولو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87581-ایران_د_ظفر_سپوږمکۍ_توغولو_ته_تیار_دی
زمونږ خبریال وايي د ایران د ارتباطاتو او د ټیکنالوژۍ وزیر محمد جواد اذري جهرمي فضا ته د سپوږمکۍ د توغولو لپاره د ایران د چمتو کیدا په هکله د امریکا د رسنیو فضا جوړونې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ په سمنان سیمه کښې د ایران د امام خمیني رحمت الله مرکز په مدار کښې د ظفر سپوږمکۍ د دیره کولو لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 28, 2020 11:31 Asia/Kabul
  • ایران د ظفر سپوږمکۍ توغولو ته تیار دی

زمونږ خبریال وايي د ایران د ارتباطاتو او د ټیکنالوژۍ وزیر محمد جواد اذري جهرمي فضا ته د سپوږمکۍ د توغولو لپاره د ایران د چمتو کیدا په هکله د امریکا د رسنیو فضا جوړونې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ په سمنان سیمه کښې د ایران د امام خمیني رحمت الله مرکز په مدار کښې د ظفر سپوږمکۍ د دیره کولو لپاره د چمتو کیدا په حال کښې دی .

د امریکا د این پي ار په نوم ملي عمومي راډیو پرون د امام خمیني رحمت الله علیه د مرکز د سپوږمکیز عکس په خپرولو سره فضا ته د ایران د یوې (۱) سپوږمکۍ د توغولو لپاره د تهران د چمتو والي خبر ورکړ .

د ایران د ارتباطاتو او د ټیکنالوژۍ وزیر محمد جواد اذري جهرمي وویل د ایران دپینځو (۵) نورو سپوږمکیو لپاره هم په مدار کښې د دیره کولو لپاره مهال ویش ټاکل شوی دی .

هغه ویلي دي ایران مدار ته د استولو لپاره شپږ (۶) سپوږمکۍ د چمتووالي په حال کښې لري .

امریکا  له خپلو نورو ملګرو اروپايي هیوادونو سره یوځاې تل دځانونو لپاره د پرمختللیو ټیکنالوژیو په انحصار کښې د لرلو هڅه کوي او د خپلواکه هیوادنو د پرمختګ او د بریالیتوب په لاره کښې د خنډ د رامینځته کولو لپاره له هر اقدام څخه استفاده کوي .

بل خبر دا چې د ایران د دفاع وزارت د فضا هوا د صنایعو ادارې د فضايي ډلې ویاند سید احمد حسیني په سیمرغ سپوږمکۍ سره د ظفر سپوږمکۍ د توغولو  د څرنګوالي په هکله وویل دایران اسلامي جمهوریت له بایکاټونو سره سره د سپوږمکۍ د توغولو توان ترلاسه کړی دی .

هغه وویل سپوږمکۍ وړونکي توغندي علمي او مدني هدفونه لري او هغه باید له پوځي توغندیو سره پرتله نکړو او په څنګ کښې یې تیر شو .