د ایران او د روسیې د ملګرتیاو د ګډ لوړ کمیسیون غونډه :-
د ایران او د روسیې د پارلماني ملګرتیاو د ګډ لوړ کمیسیون دوهمه (۲) غونډه د اسلامي شورا د مشر علي لاریجاني او د روسیې د ولسي جرګې مشر ویچسلاو والودین (Vyacheslav Viktorovich Volodin) په ګډون سره پرون په تهران کښې وشوه .
د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني د پارلماني ملګرتیاو ګډ کمیسیون د روسیې او د ایران د اقتصادي ملګرتیاو د پراختیا لپاره یوځاې وباله او هیله یې وکړه چې د دغه کمیسیون دغونډو ترسره کیدل د دواړو هیوادونو د ستراتژیکو اړیکو له پیاوړتیا سره مرسته کوي .
د ایران او د روسیې په اړیکو کښې پراخې ملګرتیاوې شاملې دي خو هغه موضوع چې په دې وخت کښې یې د ملګرتیا اهمیت دوه چنده کړی دی د دواړو هیوادونو د اړیکو د سویې ستراتیژیک توب دی .
دغه مولفې ته په پام سره د ایران او د روسیې د پارلمان د مشرانو خبرې له درې(۳) اړخونو د اهمیت وړ دي .
لومړی(۱) اړخ د ایران او د روسیې د اړیکو په پیاوړتیا باندې د پارلمان د ګډ کمیسیون د غونډې د فیصلو اغیزشیندنه ده .
د دغه غونډې د اهمیت دوهم (۲) اړخ له ګډو ګواښونو سره د مقابلې څرنګوالی او اړونده مسائیلو او چیلنجونو ته د ایران او د روسیې د پارلمانونو ځانګړی پام دی .
د ایران د اسلامي شورا مشر علي لاریجاني په همدې هکله په بیلابیلو مسائیلو کښې د روسیې او د ایران نږدې سلامشورو ته په اشارې سره وویل دواړو هیوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزۍ په هکله مهم ګډ ګامونه پورته کړي دي او همدغه راز ښې پوځي او امنیتي ملګرتیاوې هم لري چې وروستۍ بیلګه یې د چین د ایران او د روسیې د ګډې پوځي مانورې ترسره کیدل وو .
د دغو خبرو اترو د اهمیت دریم (۳) اړخ د دوه اړخیزه موافقو د اجرا د بهیر تعقیبول او د دواړو هیوادونو ملګرتیاو ته د چټک والي وربښل دي .
په سیمه کښې د تیرو کلونو بدلونونو وښودله چې ایران او روسیه له سیمې وراخوا له ګډو ګواښونو او ورته چیلنجونو سره مخ دي .
د روسیې ولسي جرګه دوما او د ایران اسلامي شورا دوه(۲) خپلواکه ارګانونه دي چې پراخ اختیارات لري او د دوې ترمینځ تعامل د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د ګواښونو د ختمولو او د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکو ملګرتیاو په خوځنده کیدا کښې د پام وړ اغیزونه لري .
په همدې علت د پارلماني ملګرتیاو او د تعامل دوام د روسیې او د ایران په اړیکو کښې یو(۱) ضرورت دی .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوامبر میاشت کښې په تهران کښې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنې کښې د ماسکو او د تهران پرضد د امریکا له بایکاټونو سره د ګډې مقابلې لپاره ملګرتیا ګټوره وبلله او ویې ویل له بده مرغه امریکا خپل یاغي توب ته دوام ورکوي او باید په عقل تکیې او له سمو لارو په استفادې سره له امریکا سره مقابله وشي .
د روسیې ولسمشر پوتین هم د ایران د اسلامي انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سره په کتنې کښې ایران ستراتیژیک شریک او ستر ګاونډی وباله او ډاګینه یې کړه د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره له هرې زمینې او فرصت څخه استفاده کوو .
ایران او روسیه په اټومي تړون سربیره د سیمې د بدلونونو په هکله هم پرله پسې سلامشورې لري .