د پیړۍ معامله د نړۍ او د سیمې لپاره خپسکه ده
ایران پریس خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف د پیړۍ د معاملې د صهیونیسټي پلان مخ کتنې ته په غبرګون کښې وویل دغه پلان د سیمې او د نړۍ لپاره خپسکه ده .
جواد ظریف د پیړۍ د معاملې پلان یوازې یوه() خیالي او جوړ کړه او خرڅ کړه او ماتي خوړلي پروژه وبلله او زیاته یې کړه هیله ده چې دغه پلان د ټولو مسلمانانو لپاره د ویښیدا ټلۍ ووسي کوم چې په غلطه لاره روان شوي دي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ پرون په یواړخیزه اقدام کښې او د فلسطین د پلویانو د نظر د جلبولو او د سیمې او د نړۍ د هیوادونو له ځان سره د ملګري کولو لپاره د میاشتو میاشتو هڅو ماتي خوړلو ته له پام کولو پرته د پیړۍ د معاملې صهیونیسټي پلان مخ کتنه وکړه .
د پیړۍ د معاملې پلان د امریکا د حکومت لخوا یو (۱)پلان دی چې د فلسطین د خلکو د حقوقو د له مینځه وړلو هڅه کوي او دغه پلان د سعودي عربستان د متحده عربي اماراتو او دبحرین په شمول د ځینو عربو هیوادونو په ملګرتیا او موافقت سره برابر شوی دی .