د پیړۍ د معاملې پلان د پیړۍ خیانت دی
مهر خبري اژانس وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سید عباس موسوي د پیړۍ د معاملې په نوم د امریکا تپل شوی پلان د فلسطین د خلکو پرضد د پیړۍ خیانت وباله او ویې ویل په فلسطینیانو باندې د امریکا د سولې تپل شوی او شرمونکی پلان په ماتي محکوم دی .
هغه د پیړۍ د معاملې په نوم د امریکا سولې تپل شوی پلان د اسلامي امت او دفلسطین له خلکو سره د پیړۍ خیانت وباله او له دغه شرمونکي پلان سره یې د سیمې او د نړۍ د پتیالیو ملتونو او د حکومتونو د مقابلې غوښتنه وکړه .
د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوي دې ته په اشارې سره چې د فلسطین ټاټوبی د فلسطین دخلکو دی وویل صهیونیسټ غاصب او نیواکګر رژيم دی او د فلسطین د کړکیچ یوازنۍ حل لاره به د فلسطین د ټاټوبي د اصلي وسیدونکو ترمینځ د ټولپوښتنې ترسره کیدل وي او د امریکا له خباثت څخه ډکې پلانونه په ماتي محکوم دي .
هغه په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت له نظره د فلسطین او د قدس شریف مسله د اسلامي نړۍ لومړۍ مسله ده وویل د خواشینۍ خبره ده چې ځینې اسلامي هیوادونو د دغه ایډیل په هیرولو سره چې د اسلامي هیوادونو او دمسلمانانو په راتلونکي او حیثیت یې ګوزار کړی دی د دوست په ځاې دښمن کینولی دی او د صهیونیسټ رژیم څه د پاسه اویا (۷۰) کاله بشر ضده جنایتونه په قصدي ډول یا د ستراتیژیک غفلت په وجه هیروي .
هغه وویل د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین د مسلې اهمیت او هغه سترې دسیسې ته په پام سره چې د اسلامي امت پرضد د پیړۍ د معاملې شاته پټه ده چمتو دی د سیمې له ځینو عربو هیوادونو سره له خپلو اختلافاتو په تیریدا سره د اسلامي دنیا د وحدت او له سترې دسیسې سره د مقابلې لپاره چې اسلامي امت یې له خطر سره مخ کړی دی په هره سویه ملګرتیا وکړي .