د پېړۍ معامله د پېړۍ له کرکې ډېر ډک پلان دے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87612-د_پېړۍ_معامله_د_پېړۍ_له_کرکې_ډېر_ډک_پلان_دے
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر پرون د پېړۍ معامله نومې امريکائي پلان د پېړۍ له کرکې ډېر ډک پلان وبلۀ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 30, 2020 06:26 Asia/Kabul
  • د پېړۍ معامله د پېړۍ له کرکې ډېر ډک پلان دے

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر پرون د پېړۍ معامله نومې امريکائي پلان د پېړۍ له کرکې ډېر ډک پلان وبلۀ.

د ايرنا د رپوټ له مخې ولسمشر حسن روحاني د پېړۍ معامله نومې دسيسې په ردعمل کښې په انګرېزۍ ژبه يو ټوئيټ کښې وليکل: دا يو ډېر احمقانه اقدام او د پېړۍ ترټولو له کرکې ډک پلان دے.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير محمد جواد ظريف هم پرون د پېړۍ معامله نومې امريکائي پلان د دوزخ لوري ته يو لوے سړک وبلۀ.

د پېړۍ معامله د امريکې د حکومت لخوا يو نوے پلان دے چې په نتيجه کښې يې د فلسطين د خلقو حقوق له منځه ځي. دغه پلان د سعودي په شمول د ځينو عربو هېوادونو په ملګرتيا او موافقت سره برابر کړے شوے دے چې د فلسطين د ټولو ګوندونو او ډلو او د مقاومت د غورځنګونو په شمول د نړۍ د زياترو هېوادونو او سياسي او مذهبي چارواکو او مشرانو لخوا يې سخته غندنه او مخالفت شوے دے