ایران د فلسطین د خلکو او د مشرانو د دریځ ملاتړ کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87753-ایران_د_فلسطین_د_خلکو_او_د_مشرانو_د_دریځ_ملاتړ_کوي
زمونږ خبریال وايي د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ له مشر او د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په خبرو کښې د پیړۍ د معاملې له پلان سره په مخالفت کښې د فلسطین د مشرانو او دخلکو له دریځونو د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 05, 2020 11:05 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطین د خلکو او د مشرانو د دریځ ملاتړ کوي

زمونږ خبریال وايي د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ له مشر او د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په خبرو کښې د پیړۍ د معاملې له پلان سره په مخالفت کښې د فلسطین د مشرانو او دخلکو له دریځونو د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ .

د امریکا ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې د پیړۍ د معاملې په نوم د توکمپال پلان مخ کتنه وکړه .

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف نن د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر  له مشر اسماعیل هنیه سره په ټیلي فوني خبرو کښې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د غیر انساني پلان د غندلو په ترڅ کښې د پیړۍ له دغه سترې دسیسې سره په هراړخیزه مقابلې کښې د نړۍ د پتیالیو حکومتونو ، ملتونو او د فلسطین د ډلو د وحدت او د پیوستون په اړتیا ټینګار وکړ .

د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه هم له دغه غلیمانه پلان سره په مقابلې کښې رامینځته شوي پیوستون او د فلسطین د ملت مبارزو ته په اشارې سره د صهیونیسټ رژيم له نیواکګرۍ سره په مقابلې  کښې د مقاومت ډلو ، د خلکو او د مشرانو په ارادې ټینګار وکړ
هغه دغه راز د نیواکګرانو پرضد مقاومت او دریدا کښې د فلسطین له مظلوم ملت په ملاتړ کښې د ایران د هڅو قدرونه وکړه .

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په ټیلي فوني خبرو کښې د قدس په پلازمینه د فلسطین د حکومت د جوړیدا او د برخلیک په ټاکلو کښې د فلسطین د ښاریزو له حقوقو د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ .