د ایران د سلواغې د ۱۷ نیټې ځینې مطبوعات
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی د پیړۍ د معاملې پلان د ټرمپ له مرګ مخکې مري .
کیهان
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپانۍ هم د زرګونو خلکو په ټول کی د رهبرۍ د ستر مقام مهمو ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دی . حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای فرمایلی دی د پیړۍ د معاملې پلان د ټرمپ له مرګ مخکې مري .ورځپاڼه په دې زمینه کی په خپل راپور کی زیاتوی چی د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې خبرې ټینګار سره چې د پیړۍ د معاملې په نوم د امریکا پلان د ولسمشر ټرمپ له مړینې مخکې مري وویل له دغه پلان سره د مقابلې لاره د فلسطیني ډلو او د ملت زړور جهاد او مقاومت او د اسلامي دنیا ملاتړ دی .
هغه حضرت د ایران د خلکو د بیلابیلو پرګنو له زرګونو کسانو سره په کتنې کښې د پیړۍ د د معاملې له پلان څخه د امریکا مخ کتنې ته په اشارې سره وویل امریکا ځان په دې خوشحاله کړی دی چې د ستر نوم په کیښودلو سره د فلسطین د ملت پرضد د دوې پلان بریالی شي دا په داسې حال کښې دي چې د هغوې دغه کار خبیثانه او احمقانه دی او دغه کار له پیل څخه د هغوې په تاوان پاې ته رسیدلی دی .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د پیړۍ د معاملې په نوم پلان د امریکا د دوکه بازۍ ښکاره نښه وبلله او ویې ویل امریکا له صهیونیسټانو سره د داسې شي په هکله معامله کړي ده چې له اسرائیلوسره هیڅ اړه نلري .
د مشر تابه ستر مقام زیاته کړه د څو تنه عربو خائنانو هرکلی او چک چکې او د لاسونو پړکول چې په خپلو ملتونو کښې بې ارزښته او بې عزته دي هڅه اهمیت نلري او د استکبار د دستګا د ثابت سیاست یعني د فلسطین د مسلې د هیرولو په اپوټه د هغوې دغه کار د فلسطین د مسلې د ژوندي کیدا سبب شوی او په ټوله دنیا کښې د فلسطین نوم او مظلومیت او د فلسطین موضوع د خلکو په ژبه جاري شوي دي .
د ایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په وسلو او پیسو باندې تکیې کولو سره د پیړۍ د معاملې د پلان د پرمخ بیولو لپاره د مستکبرانو هڅې ته په اشارې ټینګار وکړ باوري یوو چې د فلسطین وسله والې ډلې به مقاومت وکړي او مقاومت ته به دوام ورکړي او د ایران اسلامي جمهوریت هم خپله دنده د فلسطیني ډلوملاتړ ګڼي پر دې اساس هرډول او هر څومره چې وتوانیږي د هغوې ملاتړ کوي دغه ملاتړ د ایران د ملت او د اسلامي نظام غوښتنه ده .
هغه حضرت د فلسطین د مسلې اصلي علاج په نړیوالو مرکزونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت ثبت شوي او اعلان شوي اصلي حل لاره یعني له فلسطیني الاصله خلکو نظر غوښتنه وبلله او ویې ویل د فلسطین د مسلې د حل او د سولې یوازنۍ لاره د مسلمان ، د عیسايي او د یهودي په شمول له هر مذهب سره له فلسطیني الاصله خلکو څخه نظر غوښتنه ده چې دهغوې په عمومي رایو سره د هغوې د نظر وړ نظام د فلسطین په ټاټوبي کښې واکمن شي او د فلسطین او دغه راز د نتانیاهو او دنورو ورته کسانو په هکله هم فیصله وکړي .
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په پاې کښې ټینګار وکړ انشا الله دغه هدف به محقق شي او تاسو ځوانان به هغه ورځ ووینئ او د خدای پاک په توفیق سره به په بیت المقدس کښې لمونځ وکړو.
جوان
د رهبرۍ ستر مقام د زرګونو خلکو په ټول کی فرمیایلی دی هر څوک چی له ایران سره مینه لری په انتخاباتو کې ګډون وکړی
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی روحانی ویلی دی د سلواغې د ۲۲ نیټې په پلاریون کی پرتمین شتون په دښمنانو یو بل ګوزار دې . ورځپاڼه په دې هکله په یوه راپور کې زیاتوی چی حسن روحاني پرون مازیګر د ایران د اسلامي جمهوریت د کتاب د نړیوالې جایزې دغوره شویو کسانو د قدرونې په مراسمو کښې د امریکا لخوا د ایران پرضد د درملو بایکاټ ته په اشارې سره وویل دغه حقیقتونه باید د کتاب په چوکاټ کښې د دنیا د خلکو لپاره منعکس شي .
د ایران ولسمشر حسن روحاني په دې خبرې سره چې امریکا په دروغو سره ادعا کوي د ایران پرضد د درملو بایکاټ یې نه دی لګولی وویل واشنګټن چې کله د ایران پرمخ د بانکونو لاره تړي یعني ترهګر عمل ترسره کوي . هغه دغه راز د امریکا لخوا د ملتونو سپکاوی د لویدیځې اسیا سیمې د خلکو پرضد د واشنګټن بل ظلم وباله او ډاګینه یې کړه د سیمې خلک د دغو دسیسو په مقابل کښې مقاومت کوي .
له څلویښتو کلونو وروسته په ډاګه شوه چی ال سعودو په مکې په حمله کی پینځه زره کسان وژلی وو .
د ټرمپ او میرمن پلوسی جنګ د امریکا په سیاسی جوړښت کې ښکاره درز دې .
د عفوی ناروغیو یوه متخصص مسعود مردانی ویلی دی د کرونا ویروس د پیړۍ تر ټولو زیات خپریدونکې ویروس دې .
د ایران د اسلامی شورا مشر ډاکټر لاریجانی د انقلاب د دوهم ګام په غونډه کې وویل امریکا د حاکمیت او خلکو ترمینځ په درز پسې ده .
مردم سالاری
حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای دزرګونو خلکو په ټول کی فرمایلی دی هر کس چی له ایران او امنیت سره مینه او دلچسپۍ لری ، په ټاکنو کې شرکت وکړی .
د اسلامی ایران خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو له مشر محمود عباس سره په ټیلی فونی تماس کې د قدس په پلازمینې د فلسطین د حکومت په جوړیدا او د خپل برخلیک په ټاکلو کی د فلسطینی ولس له حقوقو د ایران په ملاتړ ټینګار وکړ.
د امریکا په کانګرس کې د ټرمپ د وینا په وخت میرمن ننسی پلوسی د هغه د وینا متن وشلوه .
د سوریې پوځ د ترکیایی عسکرو د ویستلو لپاره چمتووالې اعلان کړ .
د افغانستان د بشری حقوقو د کمیشن د راپور په اساس نیواکګرو عسکرو په دغه هیواد کی په ۲۰۱۹ میلادی کال کی ۲۸۱۷ ملکیان وژلی او ۷۹۵۵ یې هم ژوبل کړی دی .
د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند سید عباس موسوي وویل امریکا د درملو او د خوراکي شیانو په زمینه کښې د ایران د بانکي نقل و انتقال هرډول لاره بنده کړي ده .
د بحرین الوفاق ټولنې د ال خلیفه په زندان کې د دو انقلابی میرمنو په شکنجه کولو اعتراض وکړ .